اسلام آباد 05 اکتوبر(اے پی پی)لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي د كشمير مسئله د نيمې وچې د وېش نيمګړې ايجنډا ده٬پاكستان به د خپلو كشميريانو خوئېندو وروڼو سياسي٬اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده ?? آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق سره په خبرو كښې كړی چا چې د زيارت په ورځ هغه سره ملاقات كړولو ۔په ملاقات كښې ?? آزاد كشمير وزيراعظم لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ ته د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشميريانو لپاره په غږ پورته كولو پیرزوئنې وړاندې كړې او وې وئېل د هند غېر قانوني زير تسلط جمو كشمير كښې روان ظلمونه د نړۍ په وړاندې په ډاګه كولو مونږ كشميريان ستاسو مننه كوو۔لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل پاكستان د خپلو كشميريانو وروڼو خوئېندو حق خود ارادايت ترلاسه كولو ه??و ځلو كښې په هر ډول ستاسو سره ولاړ دے۔ پاكستان به د خپلو كشميريانو خوئېندو وروڼو سياسي٬اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي٬ د كشمير مسئله د نيمې وچې د وېش نيمګړې ايجنډا ده۔ده ووئيل تر څو چې د كشمير مسئلې حل د ملګرو ملتونو امنيتي كونسل قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې نه كېږي٬مونږ د كشميريانو په هلو ځلو كښې د ه??وي سره ولاړ يو۔