اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) په مقبوضه کشمير د هند غېر قانوني تسلط په ضد د تورې ورځ په موقع د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې خارجه دفتر څخه كشميريانو سره د يووالي څر??ندونې لپاره لا??يو?? وشو چې پكښې د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي، خارجه سېكرټري سائرس سجاد قاضي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري ظهور احمد او د غلام محمد صفي پشمول د کل جماعتي حريت کنفرنس مشرانو٬ سياسي او ديني لارښودو٬ اهم شخصيات٬ د خارجه دفتر چارواكو او د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرو??كو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ د لا??يو?? ګډون كوو??كو ته وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي خپل خاب كښې ووئيل په کشميريانو د ظلم تاريخ په لسيزو خپور دے، هند په 27م اکتوبر كال 1947 كښې په جمو و كشمير غېر قانوني قبضه كړې٬ هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي او د خپل آئين نه د سرغړونې مرتكب شوے٬ په جبر زياتېدو په كشميريانو كښې د آزادۍ تنده او جذبه زياته شوې او د نړۍ يو طاقت دا جذبه نشي ختمولې۔ د دې خيالاتو څر??ندونه ده د جمعې په ورځ د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمېر اولس سره د يووالي څر??ندونې په لړ كښې لا??يو?? ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمير په اولس د ظلم تاريخ 177 كاله پخوانے دے كله چې په كال 1876 كښې انګريز سامراج دا منطقه په 75 لكه روپۍ په ډوګره راجه ګلاب سنګھ خرڅه كړې وه۔ ده ووئيل ?? نن نه 76 كاله وړاندې هند په كشمير جبراً قبضه كړې او دا جبر او ظلم د ھغه وخت نه روان دے۔ ده ووئيل د جبر زياتېدو سره په كشميريانو كښې د آزادۍ تنده او جذبه زياته شوې او د نړۍ يو طاقت دا جذبه نشي ختمولې۔ په دې موقع نورو ګډون كوٶ??كو هم د وېنا كولو په مهال ووئيل پاكستان به د كشميريانو اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي۔ په دې موقع مقررينو نړيوالې ورورولۍ ته ووئيل ھغوي د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير كښې د هند رياستي ترهګرۍ او د بشري حقونو په خلاف ورزو سترګې نشي پټولې۔ د دې نه وړاندې لا??يو?? د خارجه وزارت څخه پېل شو او په ډي چوك پائې ته ورسېد