اسلام آباد۔4نومبر (اے پی پی) پاكستان په غزه كښې بنيادي ضرورتونه ترسره كولو له د فوري جنګ بندۍ په حاجت زور راوړلو سره اسرائيل څخه د فلسطيني اولس روانې نسل كشۍ بندولو غو??تنه كړ?? ده۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د ملګرو ملتونو په هېډكوارټرز كښې د فلسطيني سيمو په صورتحال بريفنګ كښې ??وئيل په محاصره كړې شوې غزه او فلسطيني سيمو كښې جنګ بندۍ ته ا??تي?? ده۔ ده ووئيل مونږ له به اسرائيل ته وئيل وي چې هغه دې د فلسطيني وګړو نسل كشي بنده كړي۔ ده ووئيل اسرائيلي د هولوكاسټ ښكار كېدو باوجود اوس هم د فلسطيني اولس په ضد د نوي نسل كشۍ ارتكاب كوي۔ ده ووئيل په غزه كښې د سكولونو ٬ روغتونونو او د شهري ودانيو په نخښه كول د نړيوالو قوانينو او اصولو ښكاره خلاف ورزي ده او دا د بې وزله وګړو اجتماعي سزا ده۔ د کېنېډین استازي رابرټ رے لخوا په انساني بنيادونو د جنګ بندۍ د غو??تنې په ځواب كښې ??اكستاني استازي ووئيل عمومي اسمبلۍ دې څخه وړاندې هم د دې غو??تنه كړ?? ده٬ اسرائيلي 5 دقيقې لپاره جنګ څخه منع كول او بيا په فلسطيني وګړو دوئي ته د بمبارۍ اجازه وركول د نړيوال بشري قانون منافي ده۔ ده د كانډا لخوا د ګرفتار كړې شويو اسرائيلي وګړو خوشې كولو غو??تنې په ځواب كښې ??وئيل د زرګونو په شمېر فلسطيني وګړي د اسرائيل په زندانونو كښې دي په دغې هم بايد خبره وكړې شي۔ د بریفنګ په پېل كښې ??ه اوسنيو پېښو كښې د ځانونو قرباني وركوؤنكو لپاره يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيار كړې شوه۔