پیښور 17نومبر (اے پی پی)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي انشاﺀالله د فرورۍ په 8مه نېټه به زمونږ نعره زمونږ منشور كامياب شي٬ د غشي كاميابېدو سره به اولسي راج قائم كړے شي٬وزيراعظم به هم جيالا وي او وزيراعلٰی به هم ٬په تېر وخت كښې چې څه شوي هغه شوي اوس مونږ ??خ په وړاندې تلل غواړو ۔په مردان كښې وركرز كنونشن ته په خطاب كښې بلاول بهټو زرداري وو??يل مونږ يو نوے سياست معارفي كول غواړو چې پكښې د تقسيم او سپكو سپورو سياست پرېښودل او نوے روايت جوړول دي او هېواد په نوې انداز ??خ په وړاندې بوتلل شي۔بلاول بهټو وو??يل زمونږ مقابله د كوم سياسي ګوند سره نه ده٬زمونږ مقابله د ګرانۍ٬بې روزګارۍ او غريبۍ سره ده او مونږ ټول به په ګډه د دې مسئلو حل كولو هڅه كوو۔ده وو??يل پيپلز پارټي د پاكستان اولس پلو ګوري٬زمونږ بنيادي اصول دا دي چې د طاقت سرچينه اولس دے او اولس دا حق لري چې په خپله پريكړه وكړي٬ ده وو??ېل د هېواد حكمران به څوك وي٬زه د پاكستان د اولس ټولو پريكړو منلو له چمتو يم٬اولس چې كومه هم پريكړه وكړي هغه به قبلولې شي۔ده وو??يل ن?? هېواد د ډېرو ستونزو سره مخ دے٬د معاشي بحران په وجه تاريخي غريبي او بې روزګاري ده٬د دې مسئلو حل كولو لپاره به پاكستان پيپلز پارټي كاميابول وي دغسې چې مونږ اولسي راج جوړ كړو او مونږ به په ګډه پاكستان د دې مسئلو څخه بهر كوو۔ده وو??يل پي پي پي يو جمهوري٬وفاقي او د ټولو څخه زيات اولسي ګوند دے۔مونږ د پاكستان په اولس باور كړے او مونږ په مېدان كښې ټولو ګوندونو له دا تجويز هم وركوو چې هغوي هم په اولس باور وكړي٬انشاﺀ الله د فرورۍ په اتمه نېټه به زمونږ غږ او منشور كاميابېږي۔ ده وو??ېل وزيراعظم او وزيراعلٰی دواړه به جيالا وي٬تېر وخت كښې چې څه هم شوي هغه هېرول او ??خ په وړاندې به تلل وي۔