اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې د پاكستان خصوصي وګړو د كاميابۍ سفر كښې د پېښو ټولو ستونزو لرې كولو عزم لرؤ٬ زمونږ مقصد دوي لپاره د ژوند موقع?? ته رسېدو لپاره يو برابر آسانۍ برابرول دي او دوئي سره د غوره صلاحيتونو ترلاسه كولو كښې مرسته كول دي?? نن مونږ د دسمبر 3 مه نېټه په ټولنه كښې د معذورۍ لرونكو وګړو وقار او د دوئي د كردار په اعتراف كولو كښې د خصوصي وګړو نړيوالې ورځې په توګه لمانځؤ۔ د روان كال په مهال دا ورځ د ملګرو ملتونو لخوا ” د تلپاتي ??رم??تګ هدفونو ترلاسه كولو له يو موټې: د معذورۍ لرونكو وګړو لپاره ٬ دوئي سره او د دوئي دلارې” سرخط لاندې لمانځلې شي۔ د ایوان صدر میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د معذورۍ لرونكو وګړو نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل د نړۍ نزدې 15 فیصده ودانۍ څه نه څه معذورۍ سره مخ ده۔ د بده مرغه د دې آبادۍ 80 فيصده برخه د پاكستان په شمول په ??رم??تګ كوؤنكو هېوادونو كښې مېشته ده۔ په پاكستان كښې د خصوصي وګړو د آبادۍ تخمينه نزدې 12 فيصده ده او دا د اندېښنې وړ خبره ده۔ ده ووئيل مونږ د معذورۍ لرونكو وګړو د غېر معمولي صلاحيتونو اعتراف كوؤ دوئي د معذورۍ باوجود په خپل ژوند كښې د ترقۍ پړاؤنه ترسره كړې دي۔ پاكستان د خصوصي وګړو د كاميابۍ سفر كښې د پېښو ټولو ستونزو لرې كولو عزم لري۔ زمونږ مقصد دوي لپاره د ژوند موقع?? ته رسېدو لپاره يو برابر آسانۍ برابرول دي او دوئي سره د غوره صلاحيتونو ترلاسه كولو كښې مرسته كول دي۔ ده ووئيل زه حکومتی ادارو ا?? سول سوسائټۍ ته خواست كوم چې هغوي دې د معذوره كسانو د ژوند په ټولو څانګو كښې شاملولو له خصوصي ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل ميډيا دې هم خصوصي وګر?? ته د پېښو مسئلو ا?? د دوئي د حقونو په اړه اولسي شعور بېدارولو ا?? ددوئي په اړه د منفي رويو مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔ د خپل پېغام په پايه كښې صدر مملكت ووئيل مونږ ټول په ګډه په هېواد كښې د معذور وګړو حقون?? ته وده وركولې شوو۔