پېنډۍ 22 اګست (اے پي پي) د پاکستان رېنجرز د هند لخوا د قاچاق لويه كاروائي ناكامه كولو سره د هند 6 قاچاقبر نيولي دي٬ د قاچاقبرو د بي اېس اېف ترنګرانۍ لاندې پولې څخه اوړېدل راوړېدل د حېران??يا وړ دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د 29 جولائي نه تر 3 اګست د هند شپږ قاچاقبر ګرفتار كړي شوي كوم چې د نشه اي توكو او وسلې په قاچاق ??ښې ككړ دي۔ د نيولې شويو قاچاقبرو په ضد به پاكستان ته په غېر قانوني توګه د راننوتلو او د رياست مخالف هلو ځلو په كولو د پاكستاني قوانينو له مخې كاروائي كولې شي۔آئي اېس پي آر د هندي قاچاقبرو د بي اېس اېف تر نګرانۍ لاندې پولې څخه په آسانۍ سره اوړېدل راوړېدل د حېران??يا وړ ګرځولو سره ووئيل دا خبره لرې نه ده چې هندي بي اېس اېف دې قاچاقبرو سره ممكنه ساز باز لري۔ هيله لرؤ چې بي اېس اېف به په پوله د نګرانۍ نظام پياوړې او قاچاقبرو سره ساز باز ختم كړي۔ د يادونې وړ ده چې انتخابات رانزدې كېدو سره د مودي سركار په ناوړه چالونو٬ د ډز بندۍ خلاف ورزو او د دراندازۍ په هڅو كښې اض??فه شوې ده۔ تېره ورځ د هند پوځ د دريو كالو راهسې روانه د ډز بندۍ لوظنامې خلاف ورزي كولو سره په نكيال سېكټر ??ښې ناتاره ډزرې كولو سره 60 كلن غياث شهيد كړو۔ هند په تېر وخت ??ښې هم په پاکستان ??ښې د قاچاقبرو او د ترهګرو په مرسته ??ښې ككړ پاتے شوے دے۔ د تجزيه نګارو له مخې د ډز بندۍ لوظنامې خلاف ورزي٬ قاچاق ??و په دراندازۍ كښې اض??فه د مودي سركار لخوا د جنګ ماحول جوړولو سره د كال 2024 په انتخاباتو د اثر انداز كېدو هڅه ده، جعلي سرجيکل سټرائيك، د پلوامه ډرامه او اړي بريد د مودي لخوا انتخابي سټنټ وو٬ د دفاعي پوهانو له مخې څنګه څنګه چې انتخابات رانزدې كېږي د مودي سركار لخوا پاكستان م??الف كاروائيو او بيانيو ??ښې شدت رامخې ته كېږي۔