اسلام آباد۔1ستمبر (اے ??ی پی) د نګران وزيراعظم د بشري حق??نو خاص مرستيالې حسېن ملك شهيد حريت لارښود سيد علي ګېلاني ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د سيد علي ګېلاني او بابا بلهے شاه په ستړو كښې يكسانيت موندلې كېږي٬ د سيد علي ګېلاني كشمير كاز لپاره ستړې راتلونكو نسل??نو لپاره رول ماډل دي٬ د دوئي قربانۍ به كله هم هېرولې نه شي٬ سید علی ګیلانی د هندي ظلم??نو او قابض ځواك??نو مخې ته فولادي ديوال جوړ شوے ولاړ پاتے شو ٬ سره د ټولو ستونزو كشميري اولس لپاره خپلو ستړو ا?? عزم څخه يو انچ وروستو نه شو۔ د جمعې په ورځ د حريت لارښود سید علی ګیلانی دوهم تلين په موقعه د فرېنډز آف کشمیر او کشمیر میډیا سروس تر اهتمام لاندې دستورې ته خپل خطاب كښې دې ووئيل لكه څنګه چې بابا بلھے شاہ خپل ژوند صوفي ازم او د اسلام سرلوړۍ له وقف كړے وو او د حق بېرغ يۍ پورته ساتلې وو دغسې د سيد علي ګېلاني ژوند هم ستړو او هڅو څخه ډك دے۔ ده د هندي زن??ان سختې وزغملې خو كشمير كاز څخه يو انچ وروستو نه شو۔ دې ووئيل د سيد علي ګېلاني خذمات به كله هم هېر نه كړې شي۔ د هغه ستړې راتلونكو نسل??نو لپاره يوه نمونه ده۔ هغه 30 څخه زيات كتابونه وليكل۔ د هغه ژوند راتلونكو نسل??نو لپاره د لارې مشال دے۔ د هغه په حق رسېدل كشمير او پاكستان سره سره اسلامي نړۍ لپاره يو نه ترسره كېدونكې زيان دے۔