اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) نګران ??زيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي په سوئيلي آسيا كښې د تاؤ تريخوالي وضعې سبب د جموں وكشمير شخړه ده٬ پاکستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې د منصفانه او سولييز حل عزم لري٬ په ګرده نړۍ كښې په خاص توګه د هندوتوا پشمول اسلامو فوبيا نړيوال امن او سلامتيا لپاره ??وه ??نګ??نه خطره ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان ??ه مخې نګران ??زيراعظم سره جموں وكشمير لپاره د او آئي سي خاص استازي يوسف اېم الدوبے ملاقات وكړو۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان او د کشمیر اولس او آئي سي څخه زياتې هيلې تړلې دي۔ وزیراعظم ووئيل په سوئيلي آسيا كښې د تاؤ تريخوالي لويې سبب د كشمير مسئله ده٬ د دې حل كېدو سره ??نطقه كښې امن راتلے شي۔ ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې د منصفانه او سولييز حل عزم لري٬ ده ووئيل كشميري اولس ملاتړ لپاره تل او آئي سي او اسلامي نړۍ ته كتلې دي۔ یوسف ایم الدوبے وزیراعظم ته د كشمير په مسئله د او آئي سي د اصولي دريځ باور وركولو سره ??وئيل او آئی سی د کشمیر کاز لپاره بشپړ عزم لري او د او آئي سي خصوصي استازي په حېث زما د پاكستان ٬ جموں وكشمير او آزاد كشمير دا دوره د دې عزم څرګندونه ده۔