بشکېك 26 اکتوبر (اے پي پي) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي دي د تل پاتې ام?? او سلامتيا نه غېر د پائيدار اقتصادي پرمختګ ضمانت نشي وركړے كېدے٬ په افغانستان كښې استحكام باوري كول په منطقه كښې امن ا?? د ??ستحكام تحفظ لپاره ضروري دے٬ ??اک??تان د “شنګھائي سپرټ” عزم لري چې مقصد ئې مشترکه خوشحالۍ او پرمختګ لپاره شريك باور او احترام دے٬ شنګھائي سپرټ جغرافيائي، سياسي او جيو اکنامك مېدانونو كښې د لويو بدلونونو له مخې زمونږ اجتماعي هلو ځلو ته وده وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د کرغزستان په پايه تخت بشکېك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د حکومت د مشرانو كونسل غونډې ته د وېنا په مهال كړې ۔ ده ووئيل اېس سي او د نړيوالې ابادې د 40 فيصده نه د زيات اجتماع غږ او هيلو نمائندګي كوي، د دې نتظيم د مشرانو په توګه دا زمونږ بنيادي ذمه واري ده چې مونږ ?? خپل اولس د تل پاتې امن، سلامتيا ا?? د ??قتصادي پرمختګ خواهشات ترسره كړو٬ ده ووئېل د پاكستان په مشرۍ كښې به د كونسل مهمو او عملي څانګو كښې مرستې ته وده وركول زمونږ وړومبۍ ترجيح وي چې پكښې کنيکټيويټي او د ټرانسپورټ روابط زياتول، ځوانان واكمن كول، د اعليٰ سيمه ايز صلاحيت وړ مهمو څانګو كښې كركېله، کان کني، معدنيات، توا?? او په انفارميشن ټيکنالوجۍ كښې سرمايه كاري كول شامل دي، پاكستان به دې سره سره د تعليم او غربت خاتمې په څانګو كښې هم مرسته قوي كوي۔ خارجه وزير ووئيل موسمياتي بدلون څخه رامخې ته تباهي د انسانيت بقاﺀ په خطر كښې اچوي كوم چې نړيوال غبرګون لپاره د نړۍ د يووالي مطالبه كوي، ??اک??تان تل پاتې او فطرتي مثبت نړۍ لپاره د كار كولو عزم لري كومې له چې مونږ د راتلونكي كول قرضه وړې يو، ده ووئېل اېس سي او د ټولو مهمو سيمه ايزو نتظيمونو له د هنګامي حالاتو مخنيوي لپاره د ګڼ اړخيزه مرستې عملبردار جوړېدو جوګه او مناسب دے۔ ده ووئيل پاكستان ?? خپلو سيمه ايزو صلاحيتونو ادراك كولو لپاره د ټولو غړٶ هوېادونو فعاله او مثبت ګډون ته سترګې په لار دے۔ خارجه وزير د مشتركه چېلنجونو مخنيوي ا?? د ??ېس سي او په منطقه كښې امن، خوشحالي، استحکام ا?? د ??ابطې هدفونه ا?? د ??غې نه وړاندې تګ لپاره شنګھائي سپرټ له د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ او عزم پخلے وكړو