اسلا?? آباد۔14نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز ا??رف وئيلي دي چې په تيرو څو کلونو کښې د شوګر رنځ كښې تر خطرناک حده زياتوالې رامخې ته شوې دې او دا مهال زمونږ هېواد د شوګر زيات شمېر رنځوران لرونكې د نړۍ درېم او د مډل ايسټ او افريقا 21 هېوادونو په فهرس?? كښې دويم هېواد دے۔ د شوګر د نړيوالې ورځې په موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر په خپل پېغام كښې ووئيل په پاكستان كښې د شوګر د رنځورانو شمېره 3 كروړ 30 لكه څخه زياته شوې ده كومه چې يوه خطرناکه خبره ده٬ ده ووئيل د دې ورځې د لمانځلو اصلي مقصد د شوګر ناروغۍ په اړه اولسي شعور بېدارول دي۔ ده د طب په څا??ګه كښې د فرېډرك بېنټنګ خذمات ستائلو سره ووئيل د انسولين ايجاد د شوګر رنځورانو لپاره له كوم نعمت څخه كم نه دے۔ د قومي اسمبلۍ سپیکر راجه پروېز ا??رف ووئیل چې شوګر رنځ د خپلې پېچلتیا له امله د نورو ناروغیو په مقابله كښې زيات خطرناک ګڼل کېږي۔ ده ووئيل په پاکستان کښې هم دا رنځ تندۍ سره خپرېږي۔ ده ووئيل د خپل ژوند په معمولا?? كښی مثبت بدلون راوستلو او په خوراك كښې احتياط كولو سره د دې رنځ مخنيوې كېدې شي۔