اسلام ??باد۔23نومبر(اے پی پی) د تجارت نګران وفاقي وزير ډاكتر ګوهر اعجاز وئيلي دي د برآمدي مشاورتی کونسل د پوهې او لارښوونې تر مخه مونږ خپل برآمدي هدفونه سر كولو سره مع??شت ته وده وركولے شوو۔ د سماجی رابطې په وېب سائت اېكس خپل ټويټ كښې ده ووئيل د برآمدي مشاورتی کونسل د جوړولو بنیادی مقصد د هېواد د مع??شت د بېلو برخو كښې برآمدات زياتول دي۔ ده ووئيل دا كونسل به د برآمدات ودې له سفارشات وړاندې كوي او د غیر ټېکسټائل برآمدات زياتولو له به اقدامات تجويز كوي۔ ډاكټر ګوهر اعجاز ووئيل باور لرم چې د برآمدي مشاورتي کونسل د مهارت او لارښنې تر مخه مونږ خپل برآمدي هدفونه سر كولو سره مع??شت ته وده وركولې شوو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د اېکسپورټ اېډوائزري کونسل (نان ټېکسټائل) چیئرمین نګران وفاقی وزیر ډاكټر ګوهر اعجاز دے او په دې كونسل كښې د پب??ک او پرائيوېټ سېكټر غړي شامل كړې شوي دي۔