اسلام آباد 23 نومبر (اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی په ه??وا?? كښې سیاسی ماحول ښه كولو له ټولو سياسي ګوندونو ترمينځه د ??تف??ق په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي ټولو سياسي ګوندونو له يو ډول موقعې وركړے كېږي، چا سره هم امتيازي سلوك نه كېږي، ریاستی میډیا ټولو سياسي ګوندونو له يو ډول کوریج وركوي، میډیا له به د ټاكنو په م??ال ښه چاپيرچل وركولې شي، مس انفارمېشن، ډس انفارمیشن او جع??ی خبرونه د ټولي نړۍ مسئله ده،په سوشل میډیا تر ټولو لوي چیلنج جع??ی خبرونه دي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ ملاقات لپاره راغلې د اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټیټیوټ صدر میجر جنرل (ر) رضا محمد په مشرۍ كښې پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په ملاقات كښې د ه??وا?? په موجوده سیاسی او معاشی صورتحال، جع??ی خبرونو او ډس انفارمېشن ختمولو ،ټولټاكنو ، د سوشل میډیا مسئلو، د سوئيلي اسياﺀ او نورو ه??وا??ونو كښې د ټاكنو په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پلاوي نګران وفاقی وزیر د ه??وا?? سیاسی منظر نامې په اړه د ادارو د تازه تحقیق څخه خبر كړو۔په دې موقع وفاقی وزیر ووئيل نګران حکومت آزادانه، منصفانه او شفاف انتخابات له لوظي دے،ټاكنو لپاره به الیکشن کمېشن له هرممکن سهولت وركولې شي۔ نګران وفاقی وزیر ووئيل میډیا له به د ټاكنو په م??ال ښه چاپيرچل وركولې شي۔د پلاوي په نورو غړو كښې د اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټیټیوټ ډائریکټر (ایډووکیسی اینډ کمیونیکیشن) صدیق همایوں، حشام، مس جویریه، انسټیټیوټ آف ډائریکټر خرم عباس او انسټیټیوټ آف پالیسی سټډیز څخه نوفل شامل وو۔