اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی) د نېشنل هېلتھ سروسز اینډ ریګولیشنز نګران وفاقی وزیر ډاكټر ندېم جان وئيلي دي د صحت څانګه په ماضي كښې ن??ر انداز كړې شوې ،د جي ډي پي يو فيصد د صحت څانګې لپاره مختص كړے شوے كوم چې تر 2 فیصده رسولو ته اړتيا ده۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د ماشومانو د ويكسين ??شت??الي په اړه د مهر تاج روغاني د پام راګرځولو نوتس په ځواب کښې د قامي صح?? وفاقي وزير ډاکټر نديم جان ووئيل د صحت څانګه صوبو ته سپارلې شوې ٬ د?? اوس د صوبو ذمه واري ده چې اينټي ډیفتھیریا سیرم وركول با??ري كړي ۔ ده ووئيل په تېرو وختونو کښې د روغتيا څانګه ن??ر انداز كړې شوې، د جي ډي پي يو فيصد د روغتيا څانكې له نختص كړې شوې، دې پلو چا هم پام لرنه نه ده كړي ۔پکار ده چې دې ته پام وګرځولے شي، ده ووئېل د پارلمان غړي او حکومت دې مسلې ته پام لرنه وکړي، مونږ د راتلونکي حکومت څخه غوښتنه کوو چې د جي ډي پي دوه فیصده د صحت لپاره ورکړي، دې سره به صورتحال ښه شي۔