اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د بينائۍ نه محرومو كسانو لپ??ره په برېل كښې د كتابونو ا?? علم شتوالے خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي په هېواد كښې د كتابونو لوستلو کلتور ته وده وركولو سره فكري او ا??فرادي وده ممكن ده۔ ده دا خبرې د نېشنل بُك فاؤنډېشن په كردار او كاركردګۍ د بريفنګ اغستو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د تعليم وزارت لوړ پورو هم ګډون كولو۔ د نېشنل بُك فاؤنډېشن اېم ډي ډاکټر راجه مظهر حميد د فاؤنډېشن په كردار او كاركردګۍ د بريفنګ په مهال ووئيل نيشنل بك فاؤنډېشن د ډسليکسيا( لوستلو كښې د ستونزو) څخه ځپلو كسانو لپ??ره خاص اقدامات كوي، فاؤنډېشن ډسليکسيا څخه ځپلو كسانو لپ??ره كتابونه جوړوي،د ډسليکسيا ښكار ماشومانو لپ??ره د پرېپ نه تر اتم جماعت كتابونه جوړېږي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې په كال 25-2024 تعليمي كال كښې د ډسليکسيا ښكار ماشومانو ته به ??تابونه وركولې شي، فاؤنډېشن په كراچۍ كښې د بريل پرېس د بينائۍ نه محرومو كسانو لپ??ره په لس روپۍ كتابونه وركوي چې ورسره به د بينائۍ نه د محرومو كوچنيانو تر تعليم رسنې له مرسته تر لاسه شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول په اسلام آباد كښې 431 سکولونو كښې د پرېپ نه تر اتم كلاس د بينائۍ نه محرومو ماشومانو لپ??ره به ??تابونه وركولې شي٬ نيشنل بك فاؤنډيشن په بريل كښې په بېلا بېلو موضوعاتو كتابونه چاپ كوي او د دې نه علاوه اداره په پاكستان او بهر هېوادونو كښې د كتابونو باوري كولو لپ??ره هم كار كوي۔ په ??ې موقع صدر مملکت په هېواد كښې د تعليم او د كتابونو لوستلو په وده كښې د فاٶنډېشن د كردار ستائنه وكړه۔