اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د امريكې س??ير ډونلډ بلوم ملاقات كړ ے ٬ په دې مهال دوي د دواړو هېوادونو فضائي ځواكونو ترمينځه شريكو فضائي مشقونو د لارې مرستې او تربيتي څانګې ته ودې وركولو ته اتفاق كړے ۔ده د پاك فضائيه او امريكې فضائيه ترمينځه د تربيتي څانګې ودې لپاره تكنيكي صلاحيتونو ??و د پلاويو د تبادلو په اهميت هم زور راوړو ۔په ملاقات كښې د پاك فضائيه لخوا په دې وروستيو كښې جوړ كړے ټيكنو پارك كښې په مرسته هم خبرې اترې وشوې چې پكښې د آپرېشنل تيارو او كا??كردګي لا مستحكمولو لپاره د تكنيكي پرمختګ په كا??ولو اتفاق وكړے شو ۔په ملاقات كښې شريكو اړيكو ته وده وركولو سره شريكو پروژو او تزويراتي شراكتدارۍ لپاره د شريكې مرستې دائره كا?? بيا تنظيم كولو ??و د دې امر لپاره د نوې لارې پ?? جوړولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پاك فضائيه مشر ووئيل پاكستان امريكې سره خپلو قوي سفارتي٬اقتصادي ??و دفاعي اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري كومې چې د سيمه ايز امن٬سلامتيا او استحكام په اړه په ټولو مهمو چارو په اتفاق قائمې دي۔دغسې د امريكې س??ير د پاك فضائيه اهلكارو د پيشه وره پوهې ستائنه وكړه او په موجوده قيادت كښې ئې د پاك فضائيه لخوا د خود انحصارۍ په مېدان كښې كړے پېشرفت وستائېلو۔د امريكې س??ير سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان د غېر متزلزل عزم هم ستائنه وكړه۔