اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د ايران لخوا د پاكستان د پولو د حدونو د خلاف ورزۍ ??خت?? غندنه كړی ده ۔د قامي اسمبلۍ س??كر??رېټ څخه د شورو په ورځ جاري شوي يو بيان كښې سپيكر د ميزائل بريد په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړې۔سپيكر ووئيل د ايران لخوا د پاكستان د پولو د حدونو خلاف ورزي غېر ذمه واره او د نه قبلولو وړ فعل دے۔د پاكستان د پولو خلاف ورزي په هېڅ ډول قبوله نه ده٬ ده ووئېل د پاكستان د پولو د حدودو خلاف ورزي د هېواد په سلامتيا بريد دے ٬پاكستان تل د ايران پشمول ??ول?? ګاونډيانو هېوادونو سره د ملګرتيا او د ورورولۍ اړيكو ته تر??يح وركړی٬پاكستان پرامن هېواد دے او د عدم جارحيت په پالېسۍ باور لري۔