اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) قامي اسمبلۍ د ټاكنو (دويم ترميمي) بل 2024ء منظوری وركړې چې له مخې به يۍ د ټاكلې آئيني مودې څخه وروستو كوم هم غړے په يو ګوند كښې له شاملېدو وروستو بل ګوند كښې شاملېدے نه شي٬ كوم ګوند چې مخصوص چوكو لپاره خپل ترجيحي فهرست جمع نه كړي هغه به د مخصوص چوكو جوګھ نه وي٬ ريټرنګ آفيسر سره د پارټي ټكټ نه جمع كونكے كانديد به آزاد ګنړلے شي۔ د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پارليماني چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن رانا ارادت شريف خان د ټاكنو (دويم ترميمي) بل 2024ء په اړه د كمېټۍ رپورټ ايوان ته وړاندې كړو۔ بلال ا??هر کی??نی تحريك وړاندې كړو چې د ټاكنو (دويم ترميمي) بل 2024ء باندې غور كولو لپاره دې اړوندې قاعدې معطل كړې شي٬ ايوان څخه د تحريك منظورېدو وروستو بلال ا??هر کی??نی تحریک وړاندې كړو چې په ياد شوي بل دې د قائمه كمېټۍ په رپورټ كړي صورت سمدستي غور وكړے شي۔ په دې مهال د سني اتحاد كونسل غړو صاحبزادہ صبغت اللہ او علی محمد خان په بل كښې بدلونونه وړاندې كړل د كومو چې د قانون او پارليماني چارو وفاقي وزير مخالفت وكړو۔ اعظم نذیر تارړ ووئيل د آئين د آرټيكل 51 او 106 لاندې داسې ګوند كوم چې دې پلېټ فارم څخه په ټاكنو كښې برخه اخستې نه وي هغې ته مخصوص چوكۍ وركړې كېدې نه شي۔ بلال ا??هر کی??نی ووئيل ك??م بدلونونه چې راوړلې شوي هغه وړاندې څخه په آئي?? كښې درج دي٬ ريټرنګ آفيسر سره د پارټۍ ټكټ نه جمع كونكے كانديد به آزاد ګنړلے شي٬ دويم بدلون دا دے چې تر ټاكلې مودې كوم ګوند مخصوص چوكو لپاره خپل ترجيحي فهرست جمع نه كړي هغه به د مخصوص چوكو جوګه نه وي۔ دې سره سره درېم بدلون دا دے چې يو وارې كوم آزاد غړے د ټاكلے كېدو څخه وروستو په كوم ګوند كښې شموليت اختيار كړي نو هغه به بيا ك??م بل ګوند كښې شاملېدے نه شي۔ دا شقونه په آئين او قانو?? كښې موجود دي۔ بلال ا??هر کی??نی تحريك وړاندې كړو چې دا ټاكنو (دويم بدلون) بل 2024ء دې منظور كړے شي۔ دغسې قامي اسمبلۍ د بل منظوري وركړه۔