اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د پنجاب د هتك عزت قانون 2024 صوبائي معامله ده، پنجاب حق لري چې خپل قانون منظور كړي، ډيجيټل رائټس پروټيکشن اتھارټۍ پحقله ټولو شراكتدارو سره مشاورت لپاره د كابينه كميټي جوړه كړې شوې ۔ دا خبره ده د نهې په ??رځ اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ په غونډه كښې د خبرو په ??هال كړې۔ د غونډې مشري ??ينيټر سي?? علي ظفر كوله۔ په غٶنډه كښې د پرائيويټ ممبر “دي پروټيکشن آف جرنلسټس اينډ ميډيا پروفيشنلز په (بدلون) بل 2022” غور وشو۔ وفاقي وزير كمېټۍ ته ووئيل د خبريالانو تحفظ لپاره بل ته حتمي شكل وركولو لپاره پارلمان څخه د منظورۍ هڅې تندولو لپاره د بشري ??قونو وزارت ته چيټۍ ليكلې شوې٬ جرنلسټس پروټيکشن کميشن د بشري ??قونو وزارت له مخې كار كوي٬ كمېشن د خپل وزارت تر سېوري لاندې راوستلو لپاره چمتو يو، دې مقصد لپاره مونږ د دې نه وړاندې هم زيات فنډز لرو۔٬ ده ووئيل په بل كښې منيجرز او د سپروائزر نوعيت ملازمان په ??ان جرنلسټس کيټيګري كښې شمېرلې كېږي٬ دا کيټيګري ??الکل جلا ده، دا دواړه يو كولو سره په ??انون كښې لوستلے كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل په تېر حكومت كښې چې كله پارلمان تحليل شو نو دا بل هم په التواء كښې ٶ، د بشري ??قونو وزارت ته چيټۍ ليكلې شوې چې دې ته حتمي شكل وركړي۔ ده ووئيل د کميشن چيئرپرسن تقررۍ لپاره چې كومه تګلاره شته په ھغې عمل لپاره چمتو يو، دا د دوو وزارتونو ترمېنځه معامله ده چې په سبب ئ په دې عمل درامد كښې تاخير وشو۔ ده ووئيل كمېټۍ ته خواست كوٶ چې د دې بل پحقله دې د ټائم لائن تعين وكړي او په دې قائمه كمېټۍ د وفاقي وزير د تجويز تائيد وكړو۔ د دې نه وړاندې د “دي پروټيکشن آف جرنلسټس اينډ ميډيا پروفيشنلز (بدلون) بل 2022” محرك سينيټر سليم مانډوي والا ووئيل د دې بل مقصد خبريالانو او د دوي د كورنيو او جائيدادونو تحفظ باوري كول دي٬ په بل كښې په خبريالانو تشدد او په ??ورو پېښو كښې ريليف وركولو لپاره د كمېشن جوړولو تجويز وركړے شوے۔ د پي اېف يو جے غړو كمېټۍ ته ووئيل په ??ختلف قوانين كښې د “خبريالانو” تعريف مختلف دے او دا په ??ولو قوانين كښې يو ډول پكار دے٬ په بل كښې د خبريالانو د ذريعو حفاظت لپاره هم شقونه شامل دي٬ كمېټۍ د تفصيلي بح?? نه وروستتو نور غور لپاره بل تر راتلونكې غونډې موخر كړو۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ نه علاوه سينيټر عرفان الحق صديقي، سينيټر پرويز رشيد، سينيټر سرمد علي، سينيټر عون عباس، سينيټر محمد طلال بدر، سينيټر عبدالشکور خان، سينيټر جان محمد، سينيټر اشرف علي جتوئي، سينيټر سليم مانډوي والا، سينيټر زرقا سهروردي تېمور، سينيټر منظور احمد کاکړ ګډون وكړو ۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو سيکريټري ??نبرين جان، پرنسپل انفارميشن آفيسر مبشر حسن او د بېلا بېلو څانګو نور چارواكي ??م موجود وو۔