اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی)سپېشل جج سنټرل قامي خبري اژانس ’’اے پی پی‘‘ كښې د كروړونو روپو كرپشن كېس كښې د ګرفتار كړے شوو 3 تورنو له ګرفتارۍ نه وروستو ضمانت لپ??ره وړاندې كړے شوے درخواست رد كړو۔ د شورؤ په ورځ عدالت د ګرفتار كړے شوو تورنو د هغه وخت پراجېکټ ډائرېکټر محمد غواث خان، ډپټی ډائرېکټر مصور ع??ران او د چیف کمپیوټر انجینئر سعد مدثر له ګرفتارۍ وروستو د ضمانت درخواست اورېدنه وكړه۔ د اورېدنې په مهال د اے پي پي ليګل اېډوائزر نوموړي قانون مدار سردار يعقوب مستوئي اېډووكېټ دلائل وركړل چې دا ټول تورن د پروکورمېنټ كمېټۍ غړي وو او د جعلي لاس ليكونو د لارې يۍ اے جي پي آر كښې 60 چېكونه جمع كړي۔ سردار یعقوب مستوئی ووئيل په سركاري اد??ره كښې د جعلسازۍ د لارې په اولسي خزانه د 124 ملينه روپو ډاكه اچولې شوې ۔ د اے پي پي ليګل اېډوائزر ووئيل تورنو د كرپشن د لارې قامي خبري اژانس ته د كروړونو روپو زيان رسولے۔ د فریقینو دلائل له بشپړېدو وروستو عدالت د درېو واړو تورنو د ضمانت بعد از ګرفتاري درخواست خارج كړو۔ دا خبره دې ښك??ره وي چې اېف آئي اے اېنټي كرپشن سېل د تورنو غواث خان ،سعد مدثر او ??صور ع??ران په شمول د بلال ظفر (ډپټی ډائرېکټر سائبر ونګ وزارت اطلاعات)، ارشد ??جی?? چوهدري (منېجر اکاؤنټس)، ضیاء اللہ بھټو (ډائرېکټر اېډمن اېن?? پی اېنډ ډی)، د میسرز تیجاري پاکستان پرائیوېټ لمېټډ، مېسرز نیو هوریزن، مېسرز آرټ ټیک سسټم، مېسرز میډیا لنکس عهدېدارو په ضد د سېکشن 34.409 ، 420، 468، 471 ، PPC r/w 5(2) 47 PCA لاندې مقدمه درج كړې ده۔