پېښور 23 ستمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير انجينئر امير ??قام وئيلي دي د خېبر پښتونخوا اولس ستونزو سره مخ دے او د صوبې چيف اېګزېكټو سره هېڅ احساس نشته، ھغه خو خپلې ناكامۍ پټولو كښې لګيا دے۔ امير ??قام ووئيل په سوئيلي سيمو كښې اولس د ماښام نه و??سته د كورونو نه نشي راوتلې٬ د سوات په مالم جبه كښې د ترسره شوې چاٶدنې غندنه كوم٬ د بده مرغه په صوبه كښې دا د پي ټي آئي درېم ځل دے۔ پېښور كښې پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ??وئيل په صوبه كښې ورځ په و??ځ حالات خرابېږي٬ د مالاكنډ پشمول د ضم شوې ضلعو د امن او امان صورتحال ته وګورئ٬ د سکيورټي فورسز او پوليس قربانيو ته وګورئ٬ پوليس مظاهرې كوي٬ پرون په سوات كښې پېښه شوې٬ نړۍ ته څه پېغام وركوٶ٬ ده ووئيل افسوس دے چې د صوبې چيف ايګزيکټو سره احساس نشته٬ خپلې ناكامۍ پټولو لپاره څه كوي؟ انجينئر امير ??قام ووئيل په كابينه كښې ??ې څه كېږي د چا نه پټ نه دي ٬ د فنډز په تقسيم اختلاف مخ په زياتېدو دے، د دې نه وړاندې هم دې حكومت د ډينګي مخنيوي لپاره څه كړې دي؟ انجينئر امير ??قام ووئيل صوبه لوټلې كېږي٬ بس غټې خبرې كوي۔ ده ووئيل وزيراعلې خو د خپلو اختياراتو نه خبر نه دے٬عجيبه و??يراعلی دے، غيرسنجيده دے۔ امير ??قام ووئيل فكر به كول وي چې وزير اعلی صوبه چرته بيائي۔ ده ووئيل د صوبې اولس امن غواړي٬ څو ورځو كښې به ستاسو مېنډېټ ختم شي۔ ده ووئيل ګورنر راج آئيني اقدام دې ٬وزيراعلی غيرسنجيده دے٫ ګورنر راج خارج از امكان نه دې٬ له ډېرې مجبورۍ سره به ګورنر راج لګولے شي٬ خو داسې څه خبره نشته٬ داسې په كوم اپشن غور نه دے روان خو كه صوبه دغسې چلېږي نو بيا به فكر كول وي