اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د منګوليا وزيراعظم اويون اردين لويسنامسراي د شنګھائي تعاون تنظيم (اېس سي او) د حكومتي مشرانو د كونسل په 23مه غونډه كښې ګډون لپاره پاكستان ته را??سې??لے دے ۔ په ايئرپورټ د خزانې وزيرمملكت پروېز ملك د ګران مېلمه هركلے وكړو٬ په دې موقع په روايتي لباس كښې دوو ماشومانو مېلمه ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه٬ د دواړو مشرانو ترمېنځه د خېرسګالۍ څ??ګن??ونه هم وشوه۔ د يادونې وړ ده د ګډون كوونكو هېوادونو استازي د وړاندې نه د اېس سي او مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره را??سې??ل پېل ش??ي٬ په کنفرنس كښې ګډون لپاره د راتلونكو مېلمنو لپاره ښار په څو رن??ه رڼاګانو٬ ګلونو او د اېس سي او غړو هېوادونو په بېرغونو سنګار كړے شوے۔ دغسې وزيراعظم شهباز شريف به د اېس سي او مشرانو د غونډې مشري كوي۔