اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پوليو ختمولو نړيوالې ورځ په موقع مونږ د پوليو مخنيوي په اړه د اولسي شعور بېدارولو او د دې رنځ بشپړه خاتمې له د خپل عزم پخلي كولو ل?? يو يوو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آ??س ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په 24 اكتوبر د پوليو ختمولو نړيوالې ورځ په موقع وزيراعظم په خپل پېغام كښې ووئيل پوليو يو داسې رنځ دے كوم چې د نړۍ د لكھونو په شمېر كوچنيان اغېزمند كړې دي، پاكستان د پوليو ختمولو په مشن كښې نړيواله ورورولۍ سره ولاړ دے۔ ده ووئيل زمونږ حكومت پاكستان پوليو څخه پاك هېواد جوړولو له كوټلې هڅې كوي دغسې چې دلت?? يو كوچنے هم دې رنځ سره مخ پاتې نه شي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ د هېلتھ ورکرز، ډبلیو اېچ او، یونېسېف او بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن په څير همكارانو زياتې ستړې كولو سره د پوليو كېسونو كمولو كښې مهم پېشرفت كړے٬ بياهم د امنيتي اندېښنو ٬ د پوليو وېكسين په اړه ناسم معلومات او لرې سيمو ته د رسېدو په څير مسئلې پېښې دي ٬ د دې ټولو ستونزو باوجود زمونږ هېلتھ وركرانو هر يو كوچني ته د پوليو وېكسين وركولو كار په مړانه سره روان ساتلے دے۔ وزیراعظم ووئيل د پوليو مخنيوي ل??اره سيمه ايزه مرسته زياته مهمه ده ، د پولې پورې غاړه څخه د پوليو خپرېدو مخنيوي ل?? به پاكستان او افغانستان له په ګډه كار كول وي۔ وزیراعظم والدېنو ته غږ وكړو چې هغوي خپلو كوچنيانو ته پوليو څخه د بچ كولو څاڅكې وركړي او کمیونټی ليډرز دې هم د پوليو د ختمولو پېغام عام كړي۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان پوليو فري هېواد جوړولو عزم لرؤ٬ د خپلو وګړو او همكارانو په مرسته به كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ دا مقصد ترلاسه كړؤ