سرګودھا۔8نومبر (ا?? پی پی) د اېسوسی ایټډ پرېس آف پاکستان (اے پي پي) منېجنګ ډائرېکټر عاصم کھچی د ا?? پی پی سرګودھا سټېشن دوره وكړه۔ د دورې مقصد د سټیشن د كاركردګۍ جاج اغستل وو۔ د سرګودھا سټیشن ان??ارج مخدوم شاه لطیف د خپلې ډلې سره ایم ډي عاصم کھچی ته سټېشن ته په راتللو هركلے اووې۔ د ا?? پی پی اېمپلائز یونین صدر خضر زمان ملک، جوائنټ سیکرټری خالد رباني ، جنرل سیکرټری ندیم حسین او د ایم ډي سېکرټري ملک سلیم ??عو??ن هم ده سره وؤ۔ مخدوم شاه لطیف ایم ډي ته د دفتر منېجمنټ په اړه بريفنګ وركړو۔ده ووئيل ا?? پی پی سرګودھا سټېشن د پالیسۍ او هد??يا?? تر مخه په پېشه ور مهارت او عزم سره ویډیو، فوټو او د ان??لیسۍ او اردو ژبو په شمول ټول خذمات وړاندې كوي۔ شاه لطیف ووئیل ا?? پی پی نیوز سروس په ورځني بنياد د ملي او سیمه ایزو پېښو احاطه کوي او نزدې په ټولو ورځپاڼو کښې ځانله ځاے ترلاسه کوي.د اے پي پي اېم ډي د سرګودھا سټېشن په كار د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل زما اولنۍ پام لرنه د رياستې اداره په نوؤ بنيادونو ادورول دي دغسې چې د نړيوالې ميډيا د چېلنجونو مقابله وكړې شي۔ عاصم كھچي په عمله زور راورو چې هغوي په جذبه او شوق سره كار وكړي۔ وروستو ده د یونیورسټی آف سرګودھا دوره وكړه چرته چې ده د پوهنتون وائس چانسلر سره زده كوؤنكو ته د ميډيا ټرېننګ وركولو په اړه يو اېم او يو لاس ليك كړو۔