اسلام آباد۔26نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي وئېلي دي وزی??اع??م او د حکومت پرېكړه ده چې مظاهرچيانو سره به كومې خبرې نه كېږي ،د احتجاج په مهال د شوي ځاني او مالي زيان ذمه واره يوه مېرمن ده ۔ ده د نه?? په ماښام ډي چوک كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ سره میډیا سره خبرې كولې ۔وفاقي وزير محسن نقوي ووئېل ټول خبر شول چې څنګه خلق راغلل ??و کارروائي كوي ، د دوي څېرې هم د ټولو په وړاندې دي ، آيا داسې وي پرامن احتجاج؟ مظاهرچيانو هڅه كړې وه چ?? په څه نه څه ډول مړي وكړي ۔ ده ووئېل وزی??اع??م شهباز شریف په مشرۍ كښې غونډې پرېكړه كړې وه چې سيمې هم کلیئر ساتل دي او ځاني زيان هم ونه شي ۔ ده ووئېل مظاهرچيان ډي چوک ته رارسېدلې دي ، د دوي د راتللو نه پس دا نشي كېدې جې دوي سره خبرې وكرې شي ۔ د يوې پوښتن?? په ځواب ده ووئېل دا ځل په اسلام آباد كښې د مظاهرچيانو مخ نيوي له زمكه نه وه كنستلې شوې ، د غبرګو ښارونو تر مينځه تګ راتګ هم دوامدار ؤ ۔ ده ووئېل د تېرې يوې اونې نه مونږ وايو چې د اسلام آباد وګړي تنګول نه دي پكار، داسې صورتحا?? باوجود موبائل سروس رو??ن دے ، ټریفک هم په يو لائن چلېږي ۔ د مظاهرچيانو سره وسله ، ليندې دي ، آيا دوي څنګه دغسې پرېښودلې كېدې شول ؟ ده ووئېل پي ټي آئي د دروغو انتها وكړه ٬ وائي چې د رینجرز اهلکار د خپلو ګاډو لاندې شوي وو ۔ ده ووئېل خبرې د پاکستان پرامن وګړو سره كېدې شي خو افغانانو او انتها خوښو سره هيڅ خبرې نشي كېدې ۔د يوې پوښتن?? په ځواب كښې ده ووئېل مړے وړونكو زمونږ امنيتي اهلکار شهید کړے دے۔