اسلام آباد۔3دسمبر (اے پي پي ) د مذهبي چارو وفاقي وزیر چوهدري سالک حسین وئېلي دي تر 3 دسمبر 2024 د حج لپاره وركړي ټول درخواستونه کامیاب ګرځولے شوي ٬ دغسې د لرې پرتو سيمو وګړو ته د حج درخواستونو په جمع کولو كښې د ستونزو له ا??له د درخواست وركولو نېټه تر 7 ورځو پراخه كړې شوې ۔ د نهې په ورځ د وزارت نه جاري بیان كښې وفاقي وزیر چوهدري سالک حسین حج کوونكو ته زېرے وركړو چې تر 3 دسمبر حج ش??ي درخواستونه ټول کامیاب وګرځولے شول ، د سپانسرشپ سکیم كښې تر لاسه ټول حج درخواستونه هم کامیاب وګرځولے شول ۔وفاقي وزیر ووئېل ?? لرې پرتو سيمو وګړو له د حج درخواستونو جمع کولو كښې د ستونزو تر مخه عازمین حج له د درخواستونو نېټه تر 7 ورځو پراخه كړې شوه ۔ سرکاري حج سکیم كښې درخواستونه ا??س تر 10 دسمبر ټاكلے بینکونو كښې جمع کېدې شي ، د کوټې نه په زياتو راغلو درخواستونو به قرعه ا??دازي كولې شي۔ ده ووئېل ??مندر پو??ې پاکستانيان دې تر 10 دسمبر د سپانسرشپ پیسې خامخا جمع کړي ،په سپانسرشپ سکیم كښې راغلي درخواستنه به د قرعه ا??دازۍ نه غېر کامیاب ګرځولې شي ۔