اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي د?? په وفاق درې وارغ د بريد كولو غوندې به د پي ټي آئي د صوبائيت كارډ او سول نافرمانۍ تحريك هم ناكامه شي٬ په 26 نومبر د پي ټي آئي د مهمو كسانو چې په كومو خبرو اتفاق شوے ؤ ٬كه د هغوي كاركنانو ته معلومه شوه نو د ډېرې بې عزتۍ سره به مخ شي ٬ ځينې خبرې زمونږ سره امانت دي٬د پي ټي آئي باني پېغامونه هم زمونږ سره محفوظ دي۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اپوزېشن ليډر عمر ايوب د اعتراض نكتې په ځ??اب د دفاع وزير خواجه محمد آصف وو??يل د 26 نومبر 14 ورځې وشوې ٬ هغوي ته تراوسه پورې دا معلومه نه كړه چې 12 كسان په حق رسېدلي يا 278 ٬ تراوسه پي ټي آئي د 12 كسانو شناختي كارډ نمبر٬د وارثانو يا د هغوي قبرونه رامخې ته نه كړل۔دا ډول هوائي خبرې د اولس د اجتماعي سوچ سپكاوے دے۔ده وو??يل اپوزېشن ليډر د خپل تقرير نيم ساعت وخت د ټوپكو په خصوصيات ضائع كړو ٬پي ټي آئي كښې چې څومره اختلافات دي٬هر يو كس جلا جلا بيانونه وركوي٬ ده وو??ېل د پي ټي آئي چې څومره هم لارښود دي هغوي ټول جلا جلا بيانونه وركوي٬پي ټي آئي پخپله خبره نه اودرېږي۔ده وو??يل اوس هغوي د صوبائيت كارډ استعمالولو هڅه كړې٬د هغوي مشرانو وړاندې هم د هېواد تقسيمولو لپاره كارډ استعمال كړے٬نن دوي هم هغسې كارډ استعمالوي۔ده وو??يل څلور واړه صوبې د وروڼو غوندې دي٬كه د هغو?? په وينا د پاتې صوبو څخه وګړي نه دي راغلې نو د تعصب خبره ولې كېږي۔ ده وو??ېل د كے پي كے څخه د پوليس پشمول سركاري ملازمان راوستلې شوي٬د دې ذمه واري د چا ده۔ده وو??يل د كے پي كے وزيراعلٰی دا هم ذمه واري ده چې د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬د ځپليو سره همدردي وكړي خو داسې نه ده شوې۔ده وو??يل د پي ټي آئي لارښودو لپاره چې كله د شپې د اډياله زندان دروازې پرانستلې شوې نو بان?? په سنګجاني كښې احتجاج ته اتفاق وكړو خو بشری بي بي نه منله۔ده وو??يل وېډيوز موجود دي چې څوك څه وخت تښتېدلې٬ ده وو??ېل د كے پي كے وزيراعلٰی د كے پي هاؤس څخه په غرونو او 12 ضلعو كراس كولو پېښور ته رسېدلے۔ده وو??يل پي ټي آئي اوس د سول نافرمانۍ كال وركړے٬لس كاله وړاندې هم هغه دا كال وركړے ؤ خو څوك هم دې ته تيار نه وو ۔ده وو??يل په 26 نومبر چې كومو كومو خبرو ته اتفاق شوے و٬كه وركرز د هغې څخه خبر شو نو دوي به د ډېرې بې عزتۍ سره مخ شي۔ده وو??يل د پي ټي آئي د څلور كلنې حكمرانۍ نتيجو سره نن هم پاكستان مخ دے٬هغوي چې كوم څه كړي وو نن هم د هغې د پټولو هڅې كوو۔د دفاع وزير وو??يل هغوي دې اول د كے پي كے د اولس خذمت وكړي٬په څو كاله كښې ترهه ګر صوبې ته بيا راوستلو سره آباد كړې شوي۔نن د كے پي كے حالات د ټولو په وړاندې دي۔