اسلام آباد ، 25 اکتوبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سېکرټرېټ د سپکر قامي اسمبلۍ اسد قیصر په مشرۍ کې د دوه اړخيزه ت??ار?? او اقتصادي اړيکو ودې او د سيمې پرمختګ او سوكالۍ له د پاكستان – افغانستان د ت??ار??ي او سرمايه كارۍ فورم دوه ورځې غونډې په لړ كښی انتظاماتو ته حتمي شكل وركړے دے۔ د قومي اسمبلۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه كښې وئيلې شوي دي چې دغه سيمينار به نن د ګل په ورځ د اكتوبر په 26 مه نېټه اسلام آباد کې پېل شي كوم كښې به چې د پاکستان او افغانستان پارلماني غړي ، سوداګریز پلاوي ، اعلی حکومتي ??ارواکي ، د اړوندو وزارتونو استازي او نور معززین ګډون كوي۔ دې سيمينار كښې به د پاك افغان ټرانزټ ټرېډ ستونزې كمولو له د اقداماتو په شمول د ت??ار?? او سرمايه كارۍ موقعو رامخې ته كولو او د كركيلې ٬ لائيو سټاك ٬ معدنيات او خذماتو په څنګه كښې موقعو نه استفادې كولو سره په اړوندو موضوعاتو غور كولے شي۔ د سيمينار پرانستې غونډې ته به وزيراعظم عمران خان خطاب كوي۔ دې سره سره د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ د ت??ار?? صلاحكار عبد الرزاق داؤد او د خارجه وزير په شمول د افغان وولسی جرګې سپيكر مير رحمان رحماني او د افغانستان د ت??ار?? وزير نثار غورياني به هم سيمينار ته خطاب كوي۔ دلته د خبره د يادونې وړ ده چې د قومي اسمبلۍ سپيكر په خاص بلنه د افغان اولسي جرګې سپيكر مير رحمان رحماني په مشرۍ كښې 17 كسيزه افغان پلاوې د پاكستان دوره كوي كوم چې دې سيمينار كښې ګډون كوي۔ دې سيمينار سره به په پارلېماني او اولسي كچه رابطو ته د ودې وركولو نوې لارې هوارې شي۔