اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمد قريشي وئيلي دي د پاكستان او اروپ??ئي اېتلاف ترمېنځه د شريكې خو??ې بېلا بېلو څانګو په اړه د لوړې كچې د رابطو تسلسل د غوره ??وه اړخيزه اړيكو څرګندونه ده، د كورونا نړيوالې وباﺀ مخ نيوي لپاره په نړيواله كچه د شريكو هڅو كولو ضرورت دے. ده دا خبرې د نهې په ورځ د پاكستان او اروپ??ئي اېتلاف ترمېنځه د ستراتېژيكي خبرو اترو پنځمې غونډې ته په وېډيو لنك وېنا كښې وكړې. دا خبرې د خارجه وزير شاه محمود قريشي او د اروپ??ئي اېتلاف د خارجه چارو مشر او د كميشن نائب صدر جوزف بورېل په شريكه مشرې كښې د ويډيو لنك د لارې پېل شوي. په دې موقع خارجه وزير ووئيل پاكستان او اروپ??ئي اېتلاف ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه اړيكې لري. د پاكستان او اروپ??ئي اېتلاف ترمېنځه د شريكې خو??ې په بېلا بېلو څانګو كښې د لوړې كچې د رابطو تسلسل د غوره ??وه اړخيزه اړيكو څرګندونه ده. دواړو ډلو د پاكستان او اروپ??ئي اېتلاف ترمېنځه تېر كال په ترسره ??وي سټرټېجك انګېجمنټ پلان عملي كېدو د اطمينان څرګندونه وكړه او د شريكې خو??ې په دوه اړخيزه څانګو كښې ئې په مرسته زياتولو اتفاق وكړو. په غونډه كښې د كورونا په نړيوال وب??ئي صورتحال او د دې مخ نيوي لپاره په حكمت عم??ې هم خبرې وشوې. خارجه وزير ووئيل پاكستان د محدودو معاشي وسيلو سره ?? سمارټ لاك ډاٶن حكمت عملې د لارې د كورونا وباﺀ كمولو كښې كاميابي ترلاسه كړې. وزيراعظم د دغه صورتحال تر ??خه د كمزورو معيشتونو بحالې لپاره ?? قرض په ادائيګې كښې د اسانيو وركولو تجويز وركړے ؤ كوم چې په نړيواله كچه ستائلے شوے. خارجه وزير د كورونا وباﺀ په مهال په مرسته كولو د اروپ??ئي اېتلاف د خارجه چارو د مشر مننه وكړه او وې وئيل د كورونا نړيوالې وبا مخ نيوي لپاره په نړيواله كچه د شريكو هڅو كولو ضرورت دے. خارجه وزير په دې موقع په احساس پروګرام او د دغې په نتيجو هم رڼا واچوله. ده ووئيل پاكستان د ماحولياتي بدلون مخ نيوي لپاره ?? كلين ګرين پاكستان پروګرام پېل كړے. ده د اروپ??ئي اېتلاف د خارجه چارو مشر د اسلامو فوبيا په زياتېدونكي رجحان د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ د مسلمانانو د اندېښنو څخه خبر كړو. په غونډه كښې په افغانستان كښې امن لپاره په روانو هڅو هم خبرې وشوې. دواړو مشرانو د افغانانو ترمېنځه مذاكرات په افغانستان كښې امن لپاره مهم وګرځول. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د هند لخوا په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه د روانو سرغړونو او په بې ګناه كشميريانو د كېدونكو ظلمونو څخه غونډه خبرولو كښې ووئيل بايد د اروپ??ئي اېتلاف پشمول نړيواله ټولنه كشميريانو ته د هندي استبداد څخه خلاصي او دا مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كولو لپاره ??پل كردار ترسره كړي.