اسلام آباد۔11 دسمبر(اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د غرونو نړيواله ورځ د جمعې په ورځ ولمانځلې شوه۔ د دې ورځ مقصد ګرده نړۍ كښې د غرونو او دې ته د نزدې ودانيو حالت پياوړې كولو او د دغې قدرتي چاپېرچل په ځائې ساتلو له شعور بېدارول وو۔ غرونه د ګردې نړۍ اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د ګردې نړۍ د ځنګلي ژوند ٬ ځنګلونو او قامي پاركونو 56 فيصده برخه په غرونو كښې ده۔ دغه شان ګرده نړۍ كښې نزدې يو ارب خلق په غرونو كښې ژوند كوي۔ دې سره سره د نړۍ يو ارب ته نزدې خلق خوراك او د څښلو پاكو اوبو له غرونو ته اړتيا لري۔ د پوهانو وېنا ده د موسمياتي بد??ون کلائمېټ چېنج تر ټولو زيات اغېز په غرئيزو سيمو څرګندېږي۔ په داسې موقع اوچو غرونو ته نزدې وداني ګر??ۍ او لوږې سره مخ كېږي۔ دغسې واورې په بيړه ويلې كېدو سره دريابونو كښې د سېلاب اندېښنه وي۔ پاكستان د ښائسته غرونو لړۍ لري۔ پاكستان كښې داسې 5 د واورو دن??ې څوكې شته د كومو دن??والې چې 26 زره فټه نه زيات دے۔ د نړۍ دويمه دن??ه څوكه کے۔ 2 او نهمه نانګا پربت ده۔ ك??ه هماليه د خپلو ذېلي لړو سره د نړۍ تر ټولو دن??ه غرئيزه لړۍ ده كومه كښې چې د نړۍ تر ټولو دن?? غر ماؤنټ اېورسټ په شمول نورې دن??ې څوكې موجود دي۔