اسلام آباد 16 دسمبر(اے پي پي) د کابینه د اقتصادي رابط?? کمیټۍ (ای سی سی) د موبائل ډیوائس مینوفیکچرنګ او د الیکټرک وھیکل پالیسۍ منظوري وركولو سره په ځائي كچه د موبائل فون جوړولو د څانګې ډاډګيرنې ??پاره ریټیلرز له په مینوفیکچرنګ 4 فیصده ودهولډنګ ټیکس ?? ختمولو منظوري وركړې ده ٬ د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ د خزانې ??فا??ي وزير ډاکټرعبد الحفیظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه په غونډه كښې په ځائي كچه د موبائل فونز په تيارۍ د سېلز ټېكس ختمولو هم اصولې منظوري وركړې شوه كومې لپاره چې تګلاره به د خزانې ??زارت سره د مشاورت نه پس رامخې ته كولې شي، په غونډه كښې د اقتصادي چارو وزارت لخوا د قرض اغستو نوې پاليسي 2020 وړاندې كړې شوه٬ د دې نه علاوه په غونډه كښې د نړيوال فنانس كارپورېشن لخوا د پاكستان روپۍ سره د تړلې شوي بانډ د اجرا هم منظوري وركړې شوه ، د کراچۍ ټرانسفرمیشن پلان اېجنډا د اي سي سي تر راتلونكې غونډې موخر كړې شوه۔ په غونډه كښې ??فا??ی وزيرانو شېخ رشید احمد، حماداظهر، مخدوم خسروبختیار،علي حېدر زېدي٬ محمد میاں سومرو، عمرایوب خان ٬ صلاحكارو عبدالرزاق داود، ډاکټرعشرت حسېن، خاص مرسيتالو ډاکټر وقارمسعود، ندیم بابر، ډاکټرثانیه نشتر، تابش غوري ګډون ??ولو۔ د سټېټ بېنك ګورنر ډاكټررضا باقر د وېډیو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون ??كړو۔