اسلام آباد 25 دسمبر (اے ??ي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په پاكستان او ټوله نړۍ كښې مسيحي ټولنې ته د كرسمس په تهوار مباركي وركولو سره وئيلي دي ??ې د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ او د يو بل د عقيدو او نظرياتو د احترام د لارې د امن او پرمختګ عمل باوري كېدے شي، د هېواد پرمختګ او خوشحالې او په ټوله نړۍ كښې د امن ودې لپاره د مذهبونو ترمېنځه همغږي ډېره ض??ور?? ده، د نړۍ ټول مذهبونه د امن، محبت، برداشت او د انسانيت د احترام درس وركوي، پائيدار امن لپاره د مذهبونو ترمېنځه مكالمه ض??ور?? ده. د كرسمس په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل ??ې دا ورځ په دې لحاظ ډېره مهمه ده چې په دې ورځ د عظيم مسيحا ظهور شوے و كوم چې انسانيت ته د امن، برداشت او محبت درس وركړے. ده ووئيل ??ې د مسلمان په حېث حض??ت عيسٰي علېه السلام د الله تعالٰي د پېغمبر په ت??ګه مونږ لپاره ډېر د قدر وړ دے او د حض??ت عيسٰي علېه السلام د امن او محبت پېغام او تعليمات مونږ لپاره هم دومره مهم دي څومره چې زمونږ عيسائي وروڼو او خوئېدو لپاره اهميت لري. د سېنېټ چيئرمېن د دې هيلې څرګندونه وكړه چې مسيحي ټولنه به د پاكستان پرمختګ، خوشحالې او امن لپاره خپل كردار روان وساتي. ده ووئيل چې په پاكستان كښې اقليتونه مكمل مذهبي آزادي لري.