اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د بلوچستان په هرنائي سيمه كښې د ترهګرو لخوا په امنيتي ځواك??نو د بزدلانه بريد سخته غندنه كړې او په بريد كښې په قېمتي ځاني زيان ئې خواشيني ښ??دل??. د غندنې په خپلو جل?? جل?? پېغام??نو كښې دوي د ترهګرې په دې پېښه كښې شهيد شويو امنيتي اهلكارو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه او د دوي كورنيو سره ئې غمرازي وكړه. دوي ووئيل چې دښمن ناوړه مقاصدو لپاره امنيتي ځواكونه په نښه كوي. دوي ووئيل چې زمونږ وسله وا?? ځواكونه د دښمن د ناپاكو سازش??نو نه خبر دي. دوي ووئيل چې د بلوچستان اولس د دښمن د ناوړه سازش??نو په ضد خپلو وسله وا??و ځواك??نو سره اوګه په اوګه ولاړ دے. دوي د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه.