مل??ان 05 جنوری (اے پي پي) د موسمياتي ??دل??ن وزير مملكت زرتاج ګل وئيلي دي چې حكومت د كشمير مقدمه چې په كوم موثر انداز كښې نړۍ ته وړاندې كړې، په تېر وخت كښې ئې مثال نه ترلاسه كېږي، بايد نړيواله ټ??لنه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلي. د نهې په ورځ د خپلواكې د حق ورځې په موقع اے پي پي سره په خبرو كښې زرتاج ګل ووئيل چې په كال 1949م كښې د جنورې په 5مه نېټه ملګرو ملتونو د كشميري اولس د خپلواكې د حق ضمانت وركړے و، بايد دا عملي شي. هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د كشميريانو سفير دے او نن د نړۍ په هر يو پلېټ فارم د كشمير په مسئله بحث روان دے. كشميريانو ته د خپلواكې حق د ملګرو ملتونو منشور او سلامتي كونسل وركړے و او په نن ورځ مونږ ملګرو ملتونو او غړو هېوادونو ته كشميريانو سره شوے لوظ وريادوو. هغې ووئيل چې په ټ??ل هېواد كښې كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره لاريونونه كېږي، پاكس??ان اولس ثابته كړې چې هغه په هر يو پلېټ فارم كشميري وروڼو خوئېندو سره ولاړ دے. هغې ووئيل چې هند به كله هم په خپلو ناوړو مقاصدو كښې كامياب نه شي، هغه ورځ لرې نه ده چې كشميريان به د خپلو هيلو له مخې پرېكړه وكړې شي. زر تاج ګل ووئيل چې د پاكس??ان د غوره خارجه پالېسې په نتيجه كښې نړۍ د پاكس??ان او د كشمير د دريځ ملاتړ كوي.