اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي) د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) د وړومبي پړاٶ منصوبو څخه اولس ته ګټه رسېدل پېل شوې٬ په وړومبي پړاٶ كښې د توان او انفراسټركچر منصوبې شاملې دي او اوس په دوېم پړاٶ كښې صنعتي پرمختګ او زراعت ته پام لرنه كېږي او د سي پېك تر ګاٶنډي هېواد په پراخه كولو هم غور روان دے۔ صنعت او كر كېله پاكستان كښې پرمختګ لپاره د كليدي كردار وړ منصوبې دې ٬ دا ھغه منصوبې دې كومو كښې چې پاكستان د وخت د تقاضو له مخې ترقي نه ده كړې چې په سبب ئې پاكستان معاشي ستونزو سره مخ دے۔ د پاکستان اسټېټ بېنك په دې وروستيو كښې خپل درې مياشتني رپورټ كښې وئيلي دي د سي پېك دوېم پړاٶ به د تجارتي عدم توازن په مسئله قابو م??ندلو له مرستياله وګرځي٬ په دوېم پړاٶ كښې د بنيادي ډهانچې ښه كولو د لارې صنعتي پرمختګ٬ د زراعت مېکانائزېشن?? سېلګرۍ، هائي ټېك فنانس او سماجي پرمختګ ته خاص ??ام??رنه كېږي