جنوبي وزيړستان 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د شورو په ورځ د جنوبي وزيرستان دورې په مهال د احساس كفالت پروګرام اجرا وكړه او په ضلع كښې ئې په وړومبي ځل د ډېجيټل سروے جاج واخست، د سروے له مخې به په ضلع كښې مس??حقو كسانو ته د احساس كفالت او نورې وظيفې وركولې شي. په دې موقع د وزيراعظم خاص م??ستيالې ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل په وړومبي ځل به د دې ضلعې آ??ادي په سپېځلي ډول د سماجي تحفظ پروګرام څخه استفاده وكړي. هغې ووئيل د جنوبي وزيرستان 25 فيصده آبادي به د احساس پروګرام څخه استفاده وكړي. د 20000 څخه زياتې كورنې به د احساس كفالت له مخې استفاده وكړې شي. د وسيله تعليم ډېجيټل پروګرام له مخې به د 35000 څخه زيات ماشومان زده كړې وكړي او د 2500 نه زياتو ماشومانو او مئيندو ته به په كال 2021م كښې اضافي وظيفې وركولې شي. هغې ووئېل سږ كال به د مېرمنو بااختياره كولو په لړ كښې مركزونه ??م جوړولې شي او هر كال به 200 مس??حقو مېرمنو ته به روزګار لپاره تربيه وركولې شي.دغسې غريبو ضرورت مندو كورنيو لپاره 22.3 مليونه روپې بېلې كړې شوي