اسلام آباد 22 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران ??ان وئيلي دي پاکستان كښې د سيلګرۍ پشمول بيلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقع شته، ??کومت نړيوالو سرمایه کارو کمپنیو له د سرمایه کارۍ هر ممکن آسانۍ وركوي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د ظهبی ګروپ پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ ده سر ه ملاقات كولؤ۔پلاوي كښې د ظهبی ګروپ سی ای او تنویر حسین اع??ان، ډائریکټر سلمان ناصر عبدالله البدی او د پاکستان کنټری هیډ محمد شهباز ??ان شامل وو۔په دې موقع وزیراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، وزیراعظم خاص مرستيال سید ذوالفقار عباس بخاری، د كشمير كمېټۍ چیئرمېن شهریار ??ان آفریدی او د بی او آئی ??یئرمېن عاطف بخاری هم موجود وؤ۔پلاوي د وزیراعظم عمران ??ان په هېواد كښې د سرمایه کارۍ ودې لپاره وژن او بهرنو سرمایه کارو کمپنیو لپاره د سرمایه کارۍ آسانۍ وركولو ګامونه وستائل۔پلاوي ووئيل د وزیراعظم په مشرۍ كښې هېواد كښې معاشی استحکام په اړه اقدامات د ستائنې وړ دي، د موجوده حکومت سرمایه کار دوسته پالیسیو په سوب د نړيوالو کمپنیو پاکستان كښې د سرمایه کارۍ په اړه باور بحال شوے۔ سي اي او ظهبی ګروپ پلاوي د موجوده حکومت سرمایه کار دوسته پالیسیو باندې د باور څرګندونې سره ووئيل ظهبی ګروپ لاهور كښې اع??ی تعمیراتی منصوبې مبارک سینټر، كوم چې د ت??رو 15 كلونو راهسې د التوا ښکار ؤ ، بيرته پيل كړے۔ پلاوي په دې لړ كښې د حکومت د اړخه ګروپ له د سرمایه کارۍ په اړه په آسانیو وركولو د وزیراعظم مننه وكړه۔وزیراعظم عمران ??ان پلاوي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان كښې د سرمایه کارۍ ګڼې موقعې شته ۔وزیراعظم کاروبار كښې د آسانيو په اړه حکومتی اقدامات او نړيوالو کمپنیو له ون ونډو آسانيو وركولو په اړه ذكر كښې ووئيل حکومت نړيوالو کمپنیو له د پاکستان بيلو څانګو كښې سرمایه کارۍ په اړه هر ممكن آسانۍ وركوي۔ وزیراعظم عمران ??ان د ظهبی ګروپ د اړخه سباؤن كښې د لا سرمایه کارۍ په اړه د خوښۍ ستائنه وكړه