پېښور ۔24جنوری (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمد خان په مېرمنو د كورني تشدد مخنيوي له صوبائي اسمبلۍ څخه د بل منظوري د صوبائي حكومت يو مهم ګام ګرځولو سره و??يلي چې دا قانون سازي به مېرمنې د كورني تشدد نه ساتلو له يو سنګ ميل ثابت شي۔ هغه ووئيل موجوده صوبائي حكومت د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې په دې لړ كښې نتيجه و??كوؤنكي ګامونه پورته كوي۔ د اتوار په و??ځ خپل بيان كښې هغه ووئيل موجوده حكومت مېرمنو او كوچنيانو ته هر ډول تحفظ وركولو سره سره د دوئي هر ډول مرستې له عملي ګامونه پورته كوي۔ هغه ووئيل د دغه بل منظورېدو نه و??وستو به په مېرمنو د تشدد جرم كښې ككړو كسانو ته كم از كم د يو كال او زيات نه زيات د 5 كالو زندان او د جرمانې سزا وركولې شي۔ او د دې قانون له مخې معاشی، نفسیاتی او جنسی دباؤ به هم په مېرمنو تشدد كښې شمېرلې شي