اسلام آباد 26 جنوري(اے پي پي) د تحريكِ انصاف د قامي اسمبلۍ غړي فرخ حبيب وئيلي دي د مولانا فضل ا??رحمان په ضد ?? ھغوي د ګوند سينئر لارښود حافظ حسېن احمد ټاك شوز ك??ې د فارن فنډنګ د اعتراف په بنياد الېكشن كمېشن ك??ې درخواست دائر كړے شوے، الېکشن کمېشن مولانا فضل ا??رحمان او حافظ حسېن احمد هم د فرورۍ په 24مه نيټه غوښتي دي٬ د فارن فنډنګ بنياد لرونكې ټول ګوندونه راغونډ شوي او د فارن فنډنګ پوښتنه كوي۔ د نهې په ورځ الېكشن كمېشن د جمعيت علماﺀ اسلام په ضد فارن فنډنګ تحقيقات لپاره د درخواست جمع كولو نه پس ميډيا سره په خبرو كښې فرخ حبېب ووئيل حافظ حسېن احمد څو ځله په ميډيا ټاك شوز كښې اعتراف كرے چې مولانا فضل ا??رحمان د عراق او ليبيا څخه فارن فنډنګ اخستے دے٬ بايد تحقيقات وكړې شي۔ ده ووئيل په تحريك انصاف د فارن فنډنګ تور لګولېے شوے او د الېكشن كمېشن په وړاندې احتجاج ئې كولو خو اوس د دوي د فارن فنډنګ په اړه كارنامه رامخئ ته شوې۔ده ووئېل د مولانا فضل ا??رحمان د ډي آئي خان او چك شهزاد جائيدادونه هم په دې سرمايه اخستې شوي٬ ۔ ده ووئيل مولانا فضل ا??رحمان به تېښتې ته نه پرېږدو ځواب به وركوي۔ ده ووئيل د فارن فنډنګ بنياد نواز شريف اېښودے او هغه اسامه بن لادن څخه د يوې مېرمنې حكمرانۍ خاتمې لپاره لس مېليونه ډالره اخستي او بې نظير بهټو خپل ??پ بيتي كښې په دې لړ كښې ليكلي دي۔ ده ووئيل عمران خان دوي چېلنج كړي وٶ چې په سکروټني کمېټۍ ك??ې د فارن فنډنګ کېس سماعت دې اوپن وكړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب فرخ حبيب ووئيل مونږ سکروټني کمېټۍ ته ټول رېكارد وركړے او مريم نواز او مولانا فضل ا??رحمان دې هم خپل ??سيدونه وركړي٬ مولانا فضل ا??رحمان دې اووائي چې ھغه د كومې اېجنډې له مخئ فارن فنډنګ اخستے ، آيا لانګ مارچ لپاره هم فارن فنډنګ شوے ۔