نيويارك 02 مارچ (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم وئېلي دي چې د پاكستان او چين اړيكې نه يوازې په منطقه بلكې په نړۍ كښې هم د امن او اس??حك??م ضمانت دې۔د پاكستان او چين د سفارتي اړيكو په 70 كاله ترسره كېدو د دواړو هېوادونو د كميونټۍ غړو په نوم په خپل پیغام كښې ده ووئيل چې د پاكستان او چين ترمينځه اړيكې انقلابي دي او په هره كچه د دواړو هېوادونو د اولس بشپړ ملاتړ لري۔ده ووئيل چې د پاكستان او چين سفارتي اړيكې د يو بل په احترام او د مرستې په بنياد ج??ړې دي دا نه يوازې د منطقې بلكې د نړۍ د امن اس??حك??م او پرمختګ ضمانت هم دي۔ده د پاك چين د سفارتي اړيكو 70 كاله ترسره كېدو په موقع د دې عزم څرګندونه وكړه چې مونږ به په منطقه ا?? نړۍ كښې د امن او خوشحالۍ ودې لپاره د ملګرو ملتونو د چارټر مقاصد او اصول په ځاې ساتو او خپلو چينائي وروڼو سره په ګ??ه كار كولو لپاره پوخ عزم لرو