اسلام آباد09 مارچ(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د ګل??ت بلتستان اسمبلۍ لخوا د تاريخي قرارداد منظوري ستائېلو سره وئېلي دي د دې به نه يوازې د هېواد بلكې د نړيوال سياست په تاريخ هم آغېز وشي٬ اپوزېشن ګوندونه دې د ګلګت بلتستان خوشحالۍ او روښانه سباؤن لپاره سيمې ت?? د ??وبې درجه وركولو لپار?? د ??كومت ملګرتيا وكړي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د ګل??ت بلتستان قانون سازې اسمبلۍ د وفاقي حكومت څخه ګل??ت بلتستان ت?? د ??وبې درجه وركولو غوښتنه كړی او د ګل??ت بلتستان د ټولو سياسي ګوندونو لخوا په دې اتفاق يو لويې پرمختګ دے ٬ هيله ده چې اپوزېشن ګوندونه به په دې لړ كښې د حكومت مرسته وكړي۔شېخ رشيد احمد د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو ته ووئيل د دې اقدام ملاتړ وكړې چې دغسې د هېواد د پراخا ګ??ې تاريخي مثال جوړ كړے شي۔ده ووئيل د هند حكومت به په دې معامله د پاكستان په ضد د ډنډورې كولو هڅه كوي خو پاكستان به خپلې ګټې ته پام لرنه كوي۔په دې لړ كښې به پاكستان په آسانۍ سره د چين ملاتړ ترلاسه كړ?? او مونږ له به په ګډه د هند سازشونو ته ماتې وركول وي