اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فو??د حسېن وئيلي دي وزيراعظم به د سعودي عربستان خپلې دورې په مهال په اسټرېټجک پارټنرشپ، سپریم کوآرډینېشن کونسل او میډیا پارټنرشپ خبرې كوي۔ سع??دی ټی وی چېنل الاخباریه سره خپلو خبرو كښی وفاقي وزير ووئيل دا به د وزيراعظم د سعودي عربستان درېمه دوره و??۔ وزیراعظم عمران خان سع??دی مشرتابه سره غوره اړيكې لري كومې چې په دوه اړخيزه مينه او ورورولۍ اډانه دي۔ وفاقي وزير ووئيل د كشمير مسئلې حل كولو له زمونږ سترګې سعودي عربستان ته دي او دا ځكه چې سعودي عربستان په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كولے شي۔ هغه و??ئيل وزيراعظم د ايران او سعودي عربستان ترمينځه شخړې ختمولو كښې خوښي ښكاره كړې ده۔ هېوادونه بايد د يو بل احترام وكړي۔ چوهدري فو??د حسېن ووئيل ايران سره د مذاكراتو په حقله د سعودي عربستان ولي عهد اوسني بيان په رڼا كښې به عمران خان خپل كردار ترسره كوي۔ هغه و??ئيل مونږ اسلامي نړۍ لپاره د سعودي مشرتابه منو او په دې ځان پوهه كول غواړؤ چې پاكستان د ايران او سعودي عربستان ترمينځه د خبرو اترو عمل آسان جوړولو كښې څنګه مرسته كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان او سعودي عربستان دوه اړخيزه پخوانۍ تاريخي او دفاعي اړيكې هم لري۔