آرومچي 07 ستمبر (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي پاكستان ختيز ٬ لوئيديز او منځني آسيائي هېوادونو سره تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكې لا پراخا كول ??وا??ي۔ ۔ پاكستان د سي??ه ايزو رابطو مقاصدو له لوظي دے۔ د منطقې د اولس سباؤن غوره رابطو او د يو بل منډيانو سره تړلې۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د چين په ارومچي ښار كښې د كاريك انسټي ټيوټ پرانستې سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د سيمې هغه هېوادونو سره د تېل او ګاز پائپ لائن ٬ انفراسټركچر ٬ الېكټرېسټي ګرډز او ټرانسپورټ نېټ وركس ته وده وركول ??وا??و دغسې چې د پرمختګ شرح او د روزګار موقعې زياتې شي۔ وفاقي وزير غړو هېوادونو ته ووئيل چې هغوي دې د غړو هېوادونو ترمينځه ايوي اېشن ٬ د سرمايې ماركيټ او د كار استعداد كښې د زياتوالي په لړ كښې مرستې سره اړوند د وزيراعظم په وړاندېزونو كار تند كړي۔ د كارېك پروګرام په ??ړه ده ووئيل په سي??ه ايزه مرسته كښی زياتوالې به سباؤن كښې د پاكستان اقتصادي كاميابو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د سي پېك په ??ړه وفاقي وزير ووئيل دا منصوبو په سي??ه ايزو رابطو كښې د يو سنګ ميل حېثيت لري چې ورسره به نه يوازې پاكستان بلكې د سيمې ټولو هېوادونو ته ګټه ورسي۔ اسحاق ډار د كاريك انسټي ټيوټ پرانسته د سي??ه ايزو رابطو وده او د شريكو ګټو په ترلاسه كولو كښې مهم ګام وګرځولو۔ اسحاق ډار په تود هركلي وئيلو د چين حكومت ٬ د سنكيانك سي??ه ايز حكومت او د چين اولس مننه وكړه۔