اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي داخله وزارت ته امر وكړو چې آټومېټك وسلو لپاره د وسلې لا??سن??ونو د رېګولېشن معامله دې د وفاقي كابينې په راتلونكې غونډه كښې وړاندې كړې شي۔ دا خبرې وزيراعظم د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د آټومېټك وسلو لا??سن??ونو په معامله د بريفنګ غونډې مشرۍ په مهال وكړې ۔ داخله سېكتر وزیراعظم ته د وفاقي او صوبائي حكومتونو لپاره د جاري كړې شوې وسلې لا??سن??ونو شمېرو په اړه په مجموعي صورتحال بريفنګ وركړو۔ سېكتر د وسلې لا??سن??ونو اجراء پحقله د پاليسي فرېم ورك په اړه هم غونډه خبر كړه ۔ غونډې ته ووئيل شول چې د كال 2010 او 12 په مهال د ممنوعه بور وسلو 19 زره 143 لا??سن??ونه جاري كړې شوې ۔ د كال 2013 په عبوري دور كښې په مجموعي توګه د ممنوعه بور 25 زره 789 لا??سن??ونه جاري ش??ي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د اوسني حكومت پ?? دور كښې تر ا??سه د ممنوعه بور يوازې 410 لا??سن??ونه جاري كړې شوې دي چې پكښې 400 لا??سن??ونه واپډا او لس شخصياتو ته جاري كړې شوې دي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د ټولو لا??سن??ونو د تجديد لپاره د دسمبر 30مه نيټه كال 2017 ډېټ لائن ټاكلې شوې دې او د دې نه پس به د داخله وزارت لخوا جاري كړې شوې ټول نان كمپيوټرائزډ لا??سن??ونه منسوخ ګڼلې شي۔ وزیراعظم داخله وزارت ته امر وكړو چې د د وسلې لا??سن??ونو اجراء په اړه دې جامع پاليسي جوره كړې شي دغسې چې دا عمل نور آسان او خواست كوٶنكو لپاره دوستانه جوړ كړې شي۔ ده امر وكړو چې د وسلې لا??سن??ونه د نادرا د كمپيوټرائزډ شناختي كارډ ډېټا بېس سره پېوست كول پكار دي۔