اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي په مقبوضه كشمير كښې په تش لاسې كشميري اولس د هندي ځواك زور ظلم او زياتې روان دے بلخوا نرېندر مودي د مقبوضه كشمير دوره كولو سره د نړۍ په غړېدلو سترګو د لاس اېښودلو هڅه كوي۔ وفاقي وزير په مقبوضه كشمير كښې د روانې هندي رياستي ترهګرۍ په سختو ټكو كښې غندنه كوله۔ ده ووئيل د نرېندر مودي لاسونه د كشمير او ګجرات مسلمانانو په وينو رنګ دي او هم دا سبب دے چې مقبوضه كشمير او په ټوله نړۍ كښې كشميريان دده په ضد احتجاج كوي۔ ده ووئيل يو اړخه ته ??ند مقبوضه كشمير كښې د رمضان مباركه مياشت كښې د ډز بندۍ خبره كوي او بلخوا په تېر?? دوه ورځو كښې يو شمېر كشميري زلمي بې ګناه شهيد كړې شول۔ وفاقي وزير ووئيل د كشمير مسئلې حل يوازې د ملكرو ملتونو د قراردادونو عملي كولو او د خبرو اترو د لارې ممكن دے۔ چوهدري محمد برجیس طاهر ووئيل ??ند بايد د كشمير په اړه خپله انتها خوښې رويې ترك كړي او دا حقيقت ځان ته وړاندې كولو سره ومني چې کشمیري اولس په هېڅ صورت د ??ند ناجائزه تسلط نه مني او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له به د خپلې وينې آخري قطره هم وركړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د كشمير او فلسطين په شمول په ټوله نړۍ كښې مسلمانان ستونزو سره مخ دي ا?? دو??ي د ظلم نښه جوړولې شي۔ ده ووئيل د مسلمانانو د ستونزو يوازنې حل دا دے چې ټول مسلمانان د يوالي څرګندونه كولو سره د كشميري او فلسطيني اولس لپاره په ټوله نړۍ كښې غږ پورته كړي ا?? دوئي ته ددوئي حقونو وركولو هڅو كښې د يو ځانګړي عزم څرګندونه وكړي