پېښور 06 جون (اے پی پی) جسټس(ر)دوست مح??د خان د خېبرپښتونخوا د لنډ مهاله اعلٰی وزير په حېث سوګند پورته كړے دے۔د خېبرپښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظف?? جهګړا د ده څخه سوګند واخسته۔د سوګند پورته كولو دستوره د شورو په ورځ د پېښور په ګورنر هاؤس جرګه هال كښې وشوه۔په دستوره كښې موده پوره كونكي اعلٰی پروېز خټګ پشمول د صوبائي اسمبلۍ سپ??كر اسد قيصر٬چيف سېكتر اعظم خان٬انجينئر امير مقام٬مولانا ګل نصيب خان٬سردار حسېن بابك٬حاجي غلام علي٬پخواني صوبائي وزيرانو او نورو سياسي لارښودو او سول او اعلٰی سول چارواكو ګډون وكړو۔د دې نه پس لنډ مهاله اعلٰی وزير دوست مح??د خان د خېبرپښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظف?? جهګړا سره ملاقات وكړو۔دې شبه ګړۍ ګورنر سره ؤ او هغه سره يې د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څر??ندونه كوله۔ګورنر په دې موقع دوست مح??د خان له د اعلٰی وزير په حېث پھ چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د هغه لپاره يې د نيكو هيلو څر??ندونه وكړه۔د سوګند پورته كولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې لنډ مهاله اعلٰی وزير جسټس(ر)دوست مح??د خان ووئيل مونږ آئيني تقاضې پوره كولو لپاره لنډې مودې له راغلې يو او مونږ به هڅه كوو چې اولس له آسانۍ وركړو۔ده په ډاګه كړه چې په وخت او سپيځلو ټاكنو ته به پام لرنه كولې شي۔ده ووئيل په لنډ مهاله كابينه كښې به لږ كسان وي۔د وګړو د ټېكس پېسې بچ كولو هڅه به كولې شي۔ده ووئيل لنډ مهاله حكومت به د بجټ په معامله د پخواني حكومت سره قانوني مشاورت كوي