چن ډاؤ 08 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسې?? د ??نګهائي مرستې تنظيم 18مې مشرانو غونډه كښې ګډون له د جمعې پھ ورځ په څلور ورځنۍ د??ره چين ته رسېدلې دے ۔چين ته په رسېدو دوهم خارجه وزير كانګ شوانګ يو او د شانډاؤنګ صوبې دوهم ګورنر رين ايرونګ د ده هركلے وكړو۔خارجه ??ېكتر تخمينه جنجوعه او په چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد هم په دې موقع موجود وو۔د چين وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې اولس مشر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو دغسې دوه ماشومانو اولس مشر له د ګلونو ډالۍ وركړه۔اولس مشر به(نن)د خالي په ورځ د شنګهائي مرستې تنظيم اتلسم مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔كنفرنس به په 9 او 10 جون د چين ساحلي او صنعتي ښار چن ډاؤ كښې كېږي۔په اېس سي او كښې د پاكستا?? د ??موليت نه پس دا وړومبۍ د مشرانو كنفرنس دے۔اولس مشر ته په كنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه د چين اولس مشر شي جن پنګ وركړې وه۔رياستي مشرانو كونسل اېس سي او د اعلٰی پريكړې كولو فورم دے د كومې په كلنه غونډه كښې چې د تنظيم په ترجيحاتو٬بېلو اړخونو او په نورو چارو بحث كېږي۔په غونډه كښې د اېس سي او غړو هېوادونو حكومتي مشران٬نمائندګان٬د مبصرو هېوادونو او يو اېن٬ سي آئي اېس٬ آسيا٬آئي اېم اېف او د نړيوال بانك پشمول د نړيوالو تنظيمونو نمائندګان ګډون كوي۔اېس سي او د حكومتونو ترمينځه يو تنظيم دے چې مقصد يې شريك مقصد٬باور او ښې اړيكې مستحكم كول٬سياست او تجارت٬معيشت٬سائنس او ټېكنا??وج??٬كلتور٬تعليم٬سېلګرۍ او نورو څانګو كښې مرستې ته وده وركول دي۔په دې موقع به اولس مشر ممنون حسې?? د ??يمې خپلو هم څنګو سره جلا جلا ملاقاتونه هم كوي