اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وئېلي دي په خېبرپښتونخوا كښې په نګران سېټ اپ مونږ تحفظات لرو٬چرته چې نګران سېټ اپ د غېر جانبدارۍ څرګندونه نه كوي مونږ به خپل غږ ضرور پورته كوو٬بلاول ماشوم دے٬په پروټوكول كښې ځي او پھ شا يې د زرداري طاقت دے۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د يو ټي وي چينل په پروګرام كښې وكړې۔ده ??وئيل د كال 2013م په ټول ټاكنو كښې زمونږ سوچ هم نه و چې ??رغلي به وشي ځكه چې پخواني ستر قاضي افتخار چوهدري لپاره يو پوره تحريك چلېدلې ؤ او مونږ ټولو آزادې عدليې لپاره هلې ځلې كړې وې تر دې چې ما 8 ورځې په زندان كښې ه?? تېرې كړی وي ٬ ده ??وئېل مونږ ته دا معلومه نه وه چې ?? هغه وخت ستر قاضي افتخار چوهدري په انتخابي درغلۍ كښې پوره ككړ وو او چې چا ته نګران حكومت ترلاسه شو هغوي هم پنكچرې ولګولې ځكه چې ?? ټولې انتظاميې پشمول ټول پولنګ سټاف د دوي سره وو او د هغه وخت د ټاكنو كميسون هم ٬ ده ??وئېل په هغه ټاكنو او دې ټاكنو كښې د زمكې او آسمان فرق دے۔ده ??وئيل د كال 2013م د ټول ټاكنو نه پس مې ه?? دا خبره كوله چې ټول ګوندونه وائي په ټاكنو كښې درغلي شوې نو بايد پلټنې وشي او دا پلټنې دې لپاره هم بايد وشي چې په راتلونكو ټول ټاكنو كښې درغلي ونه شي ۔۔ده ??وئيل زه هيله لرم چې ?? جولائي 25مې ن??ټې نه پس به زمونږ هېواد يو موقع ترلاسه كړي چې ??پله لاره به بدله كړي او هغه هېواد به جوړ شي كوم چې ??ايد ډېر وړاندې جوړ شوے ؤ۔