پېن??ۍ 17 جولائي (اے ??ي پي) د پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او ?? تحريك انصاف وياند فواد چوهدري په ضد د عدالت سپكاوي كېس سماعت (نن) د شورو په ورځ د لاهور هائي كورټ پېنډۍ بنچ كښې كېږي۔ د دې نه وړاندې د تېرې شورو په ورځ د پېنډۍ هائي كورټ جسټس صداقت ع??ي خان او ??سټس شاهد محمود عباسي پشمول د ډويژن بنچ لارجر بنچ څخه په بېرته لېږلې شوو درخواستونو ابتدائي سماعت كړې ٶ۔ په دې موقع د هائي كورټ ډويژن بنچ پېمرا٬ شاهد خاقان عباسي او فواد چوهدري ته نوټس جاري كړي او ?? پېمرا ??يئرمېن ته امر وكړې شو چې د دواړو د عدليې مخالف بيانونه او ?? تقريرونو رېكارډ د جولائي په 18مه نيټه عدالت ته وړاندي كړي۔ د يادونې وړ ده د دواړو سياسي لارښودو په ضد د عدالت سپكاوي درخواستونه هائي كورټ پېنډۍ بنچ د جولائي په دريمه نيټه لارجر بنچ ته ريفر كولو سره د لاهور هائي كورټ چيف جسټس ته لېږلې وٶ۔ د دواړو په ضد د عدالت سپكاوي درخواستونه رياض انجم٬ مسعود عباسي ٬ خرم مسعود كياتي او ??فظه بخاري اېډوكېټس دائر كړي دي