پېښور 24 جولائی (اے پی پی) د لويو سياسي ګوندونو پشمول د يو شمېر مهمو ګوندونو مشران په ټول ټاكنو كښې د خېبرپښتونخوا څخه برخه اخلي٬عمران خا?? د بنو٬شهباز شريف د سوات او بلاول بهټو د مالاكنډ څخه مېدان كښې ولاړ دي٬مولانا فضل الرحمان د ډي آئي خا??٬سراج الحق د دير٬اسفندرياولي او آفتاب شېرپاؤ د چارسدې څخه كانديدان دي۔په بنو كښې د پي ټي آئي مشر د اېن اے 35 څخه كانديد دې چرته چې د ده مقابله د اېم اېم اے كانديد اكرم دراني سره ده٬د مسلم ليګ(ن)كانديد شهباز شريف٬د سوات اېن اے 3 څخه په ټاكنو كښې برخه اخلي دلته د ده مقابله د پي ټي آئي سليم الرحمان سره ده۔د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو د اېن اے 8 مالاكنډ څخه پھ مېدان كښې دې چې مقابله يې د اېم اېم اے صوبائي مشر ګل نصيب سره ده دغسې د جے يو آئي(ف) مشر د ډي آئي خا?? څخه په ټاكنو كښې برخه اخلي۔د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د اېن اے 7 كوز دير څخه په ټاكنو كښې برخه اخلي او مقابله يې د اے اېن پي نذير خا??٬د پي پي پي سيد شاهد احمد او د پي ټي آئي محمد بشير خا?? سره ده۔د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خا?? د اېن اے 24 چارسدې څخه ??ه مېدان كښې دې او مقابله يې د اېم اېم اے مولانا ګوهر شاه سره ده۔د قومي وط?? ګوند مشر آفتاب احمد خا?? شېرپاؤ د اېن اے 23 چارسدې څخه ??ه مېدان كښې دې او مقابله يې د اے اېن پي ګلزار احمد خا??٬د اېم اېم اے حاجي ظفر علي خا?? او د پي ټي آئي انور تاج سره ده۔د مسلم ليګ(ن)صوبائي مشر امير مقام ٬د اے اېن پي صوبائي مشر امير حېدر خا?? هوتي٬د اېم اېم اے صوبائي امير مولانا ګل نصيب٬د پي ټي آئي صوبائي مشران اسد قيصر٬شاه فرمان او پروېز خټك او د پيپلز ګوند صوبائي صدر همايون خا?? هم ټاكنو كښې برخه اخلي