اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار آفریدی وئيل?? دي قامي سلامتيا او امن ت?? حكومت پام لرله كوي۔ پاكستان كښی د هزاريه پرمختيائي اهدافو ترلاسه كولو له ووكېشنل او ټيكنيكل ټرېننګ زيات مهم دے۔ د داخله وزارت ټولې څانګې به په دې لړ كښې هرډول ممكنه مرسته كوي۔ ناپوهۍ ٬ نااهلۍ او ذاتي ګټې مونږ د وسائلو د نړۍ محتاجه كړې يؤ۔ زمونږ هره يوه خبره په پاكستان پېل كېږي او هم په پاكستان ختمېږي۔ نړۍ سره د دوه اړخيزه احترام په بنياد د همكار په حېث وړاندې تلل غواړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د غېر سركاري تنظيم’’مسلم هېنډز‘‘ ترسېوري لاندې د ووکېشنل اېنډ ټیکنیکل ټرېننګ په سرخط سيمينار ته وكړه۔ ده ووئيل په سيمينار كښې ګډون كوؤنكو چې د تكنيكي تعليم او ووكېشنل ټرېننګ په اړه څه وئيل?? دي هغه د وخت مهم ضرورت دے۔ د المان او چين په شمول نورو هېوادونو چې كوم پرمختګ كړې مونږ له به هغوي ته كتل وي چې دا پرمختګ څنګه شوې۔ ده ووئيل پرائمرۍ څخه تر لوړو زده كړو اهميت په خپل ځا??ې ولې د زلمو زيات نه زيات هنرمنده جوړولو ته اړتيا ده۔ ده ووئېل كوم قام به چې افيوم خوړل ن?? د ??ړۍ ټول معيشتونه د هغوې محتاجه ده۔دغسې المان په اولني او دوهم لوئې جنګ كښې سترې تباهۍ سره مخ شوې ؤ ولې ن?? د ??غوې پرمختګ ټوله نړۍ ګوته په خله كړې۔ دوهم وزير ووئېل دغسې د ملائيشيا مثال هم وركړې كېدې شي۔ شهريار آفريدي ووئيل د داخله وزات د انتظام لاندې 18 ادارې راځي۔ مونږ په دې خبره زور راوړو چې د دې ادارو د كار استعداد زيات كړې شي۔ ده ووئيل زما ايمان دے چې هر څه لوئې څښتن كوي او د دې ايمان په بنياد دا وايم چې مونږ به هېواد د قرض څخه خلاصوو۔ رياستي ادارو ته به آزادي وركوؤ او په نړۍ كښې به د پاكستانو وګړو احترام په ځا??ې كوؤ۔ ولې چې تر كومه پاكستانيانو ته عزت ترلاسه نه شي پاكستان به مخ په وړاندې لاړ نه شي۔۔ ده ووئيل د هېواد د ودانۍ 50 فيصده برخه د ځوانانو ده چې عمرونه ئې 35 كلونو نه كم دي۔مونږ له به د خپل زلمي كول صلاحيتونه ضائع كول نه بلكې د دغې نه استفاده كول وي۔ شهريار اپرېدې ووئيل د صنفي امتياز ختمولو او د زلمي كول د كار استعداد زياتولو او نړۍ څخه بې وسي ختمولو له غېر سركاري او نړيوالو تنظيمونو سره په ګډه كار كول غواړو او په دې لړ كښې مونږ د دغې تنظيمونو